د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

پر سردار داوود خان روغتون د حملې په تړاو لومړنۍ څېړنې اعلان شوې


د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، تر دې دمه داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې له روغتونه له بریدګرو سره مرسته شوې وي.

د پلاوي مشر جنرال هلال‌الدین هلال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دې قضیې په تړاو د یوه جنرال په ګډون ۲۴ تنه نیول شوي خو لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي.

د پلاوي مشر جنرال هلال الدین هلال
د پلاوي مشر جنرال هلال الدین هلال

ښاغلي هلال زیاته کړه:

"له شک پرته کوم ډاکتران او کارکوونکي چې د روغتون په تشکیل کې دي، د حمله کوونکو له ډلې نه‎دي، دا درته په وضاحت او جدي وایم، که په دې برخه کې کومه مرسته شوې وي موږ په‎دې اړه شک نه‎لرو ممکن ځينې خبرې وي خو دا به له وروستیو څېړنو وروسته په ډاګه شي، خو هېڅ سند نه‌شته چې ثابته کړي د روغتون له‌منځه کوم ډاکتر همکاري کړې ده."

د ښاغلي هلال په خبره له څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې په‎ دغې پېښه کې ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

هغه دغه‌راز وویل، داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې ممکن هغوی ځینو نښو نېښانو ته ورسوي خو د وروستۍ پایلې اعلان مخکې له وخته بولي.

د حقیقت موندونکي پلاوي د معلوماتو له مخې د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید کې د روغتون امنیتي مسؤلینو وظیفوي غفلت کړی او هغه موټر ته‌یې چې جعلي نمبر پلېټ‌یې درلود روغتون ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.

خو یاد پلاوی وايي، د موټر مالک او هغه کسان پېژندل شوي چې د بریدګرو موټر ته‌یې اجازه ورکړې وه.

دغه پلاوی په داسې حال کې خپلې لومړنۍ موندنې له رسنیو سره شریکوي چې تر دې وړاندې د افغانستان ملي شورا یو شمېر غړو د دې حملې مخنیوي کې یو شمېر امنیتي مسؤلان په بې‌غورې تورن کړي او له هغوی سره‌یې د قانوني چلند غوښتنه کړې.

د ولسي جرګې غړو د روانې اوونۍ د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې دا برید مخکې له مخکې پلان شوی وګاڼه او ویې‌ویل چې مخنیوي کې یې کشفي او امنیتي ارګانونو، بې‌پروايي کړې ده.

تر دې مخکې ځینو راپورونو کې وویل شول چې د شاکر یا هم ناشر په نوم یو ډاکتر هم په دې حمله کې له وسله‎والو مخالفینو سره همکاري کړې وه.

پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون برید د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره شو چې د حقیقت موندونکي پلاوي د معلوماتو پر اساس دغه برید پنځو تنو چې بهرنیان هم په‎کې شامل وو ترسره کړی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغې حمله کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر ۳۰ او د ټپیانو ۷۴ تنه ښودلی وو.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم تر یوه حده پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په اړه څېړنې سمې ګڼي خو وايي، په دې اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

له دې ډلې باري عارض د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دا چې پېښه ډېره پېچلې ده باید هر اړخیزې څېړنې ترسره شي.

نوموړی وايي:

"وروستي تحقیقات به موضوع سمه ښکاره کړي، ځکه کېدای شي چې دا نور اړخونه هم ولري، لکه څنګه چې دا حمله پېچلې وه او له یو پېچلي سیستمه‌يې ګټه اخیستې وه د دې تحقیقات هم باید په ډېر دقت وشي شاید وروسته نور اړخونه هم په‎کې پیدا شي."

د ښاغلي عارض په خبره پر سردار محمد داوود خان روغتون برید خورا پېچلی وو او باید په څېړنو کې یې بیړه نه بلکې دقت وشي.

دی وایي، د دې قضیې ټول اړخونه باید مشخص او په دې برخه کې جدي او قانوني ګامونه پورته شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

پر سردار داوود خان روغتون د حملې په تړاو لومړنۍ څېړنې اعلان شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

XS
SM
MD
LG