د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

مشرانو جرګه: پاکستان له افغانستان سره اعلان شوې جګړه پيل کړې


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي چې افغانستان دا مهال په مسقیم ډول د پاکستان د استخباراتو او اردو سره په جګړه کې دی.

مشرانو جرګه په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نیسي وايي، اسلام‌اباد د خپلو اجیرو په مټ د افغانستان بې ‌ثباته کول غواړي.

د مشرانو جرګې رئیس د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید او وروستیو ناامنیو په تړاو د سناتورانو د اندېښنو له اورېدلو وروسته وویل پاکستان اعلان شوې جګړه پیل کړې او ملت باید د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.

فضل‌الهادي مسلمیار ټينګار کوي چې افغانان دا وخت مستقیماً د پاکستان له استخباراتو سره په جګړه کې دي.

فضل الهادي مسلمیار.
فضل الهادي مسلمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له پاکستان سره په داسې نا یو اعلان شوې جګړه اخته یو چې ورته اعلان شوې ویلی شو، په دې کې شک نه‌شته چې اوس موږ مستقیماً د پاکستان د استخباراتو او فوج سره په جنګ کې یو د هغوی اجیرې ملېشې د طالب او داعش په نوم موږ وژني، د طالب او داعش فرق نه‌شته نه‌غواړم چې د تنظیمونو په رابطه‌یې بیان کړم ما په خصوصي ناستو کې هم دا توضیح کړې ده، ډېر جهادي تنظیمونه داسې و چې د جهاد په وخت کې یې په خپلو منځونو کې جنګ کاوه خو په مجموع کې د «ای. اېس. ای» له‌خوا تربیه کېدل نن طالب او داعش هم زما لپاره هماغسې معنی لري."

نوموړي دا خبرې د کابل د امنیتي وضعیت د ترینګلیتوب په اړه د سناتورانو د اندېښنو تر څرګندولو ورسته وکړې.

د روانې کب میاشتې په پیل کې بیا جمهور رئیس غني د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغانسان جګړه د دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه بللې وه.

غني: د افغانستان جګړه له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده

جمهور رئیس غني دغه امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي و چې هېواد یې په کورنۍ نه بلکې په یوه پېچلې جګړه کې ښکېل دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم ډېر ځله په هېواد کې د ناامنیو اړه پر پاکستان اچولې او هغه هېواد یې تورن کړی دی او اوس-اوس‌یې په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هغه هېواد په وړاندې خپل شکایتونه هم ثبت کړي دي.

دا شکایتونه له هغې وروسته کېږي چې یوازې کابل په روانه میاشت کې د څلورو سختو بریدونو شاهد و چې تر ټولو وروستی یې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون حمله وه.

که څه هم له دې وړاندې دفاعي او امنیتي سکټور دا ډول ډېرې حملې د پاکستان کار بللی خو د لوی درستیز مرستیال مراد عالي مراد ازادي راډيو ته وویل چې د یاد برید پلټنې لا بشپړې شوې نه‌دي.

مراد علي مراد.
مراد علي مراد.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم له وخته مخکې ده چې موږ د دغې حملې په اړه وروستي معلومات درکړو تر اوسه پلټنې بشپړې شوې نه‌دي خو کار پرې روان دی، ګډ ټيم د دې پېښې په اړه ډېر جدي کار کوي."

خو حکومت ژمنه کړي چې د پلټنو د نتایجو پر اساس به وروستي اقدامات تر سره کوي.

د دغې حملې په اړه ویل کېږي چې له روغتون نه دننه له حمله کوونکو سره مرسته شوې او د راپورونو له مخې د شاکر په نوم یو ډاکټر په حمله کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

افغان حکومت تل ویلي چې په امنیتي پېښو کې به ښکېل دولتي کارکوونکي او امنیتي چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.

دغه شان‌یې د ګاوندي هېواد پاکستان په اړه چې پرې د دغو کسانو سره د همکاري تورونه دي هم په خپل سیاست کې بدلون راوستی او د پخوا په شان تودې اړیکې نه‌پالي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG