د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

میاخېل: پاکستان له ترهګریزو برېدونو وروسته ۱۶۰۰ افغان کډوال نیولي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان کې د تېرې اوونۍ له ترهګریزو بریدونو وروسته شااوخوا ۱۶۰۰ افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له لوري نيول شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو سره د تړاو په تور د افغان کډوالو نيونه غیر قانوني او د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"د افغانستان، پاکستان او «یو. ان. اېچ. سي. آر» تر منځ یوه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوې که هلته افغانان نيول کېږي، ځورول کېږي او یا هم په زوره ایستل کېږي نو دا د همدغو دوه اړخېزو، درې اړخېزو هوکړه‎لیکونو څخه سرغړونه او د کډوالۍ په تړاو د ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو څخه سرغړونه ده."

نوموړی وايي، پاکستان کې د افغان سفارت په هلو ځلو یو شمېر نیول شوي افغانان بېرته راخوشې شوي او د نورو د خوشې کېدو هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خونړي بریدونه وشول چې له کبله‌یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پاکستان تور پورې کړ چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوي وو خو افغان دولت بیا دا ادعا بې‌بنسټه وبلله.

پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې او د ختیځ پر ځینو سیمو د راکټي بریدونو تر څنګ‌یې په خپل هېواد کې سلګونه افغانان له ترهګرۍ سره د همکارۍ په تور زندانونو ته واچول.

په ورته وخت کې کابل کې د پاکستان سفارت وايي، دا د دوی حق دی چې غیر قانوني کډوال او یا هم هغه کسان ونیسي چې د ترهګرو د ملاتړ شک پرې کېږي.

کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسؤل اختر منیر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو سره د تړاو په تور د یو شمېر افغانانو نېول کېدل خاصه خبره ونه‌بلله.

پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې
پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې

نوموړی وايي:

"نو څومره مشکوک کسان چې دي هغه که پاکستاني دي او که افغانان د شک په تور موږ نيولي نو زما خیال دی چې دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار نه‎دی یو ملک ته د دې حق حاصل دی چې غیر قانوني او مشکوک کسان ونیسي که په ۳۰ لکه خلکو کې په سل، دوه سوه او یا درې سوه کسانو شک راغی او ونیول شول نو دا خو دومره خاص خبره نه‎ده."

بل لورته د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، پاکستان تل په‎ دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو د افغانستان پر وړاندې د فشار په ډول کار اخیستی.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی جعفر مهدوي وايي، افغان حکومت باید د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ پر پاکستان فشار راوړي څو افغانان په دغه هېواد کې ونه‌ځوروي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG