د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

العبادي: عراق د داعش ماتولو لپاره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري


د امریکا دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر هغې پرون بغداد ته ورسېد چې عراقي ځواکونو په موصل ښار کې د داعش پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل.

جېمز متېس په یوه نا اعلان شوي سفر د دوشنبې په ورځ عراق ته لاړ او د دې هېواد له صدراعظم سره‌يې وکتل.

د عراق صدراعظم وايي، هېواد يې د داعش د ماتولو لپاره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

حیدرالعبادي وویل، د داعش د بشپړې ماتې او له‌منځه وړلو لپاره دا ډېره مهمه ده چې عراق او متحده ایالات له یو بل سره یوځای د دې ډلې پر ضد ګامونه واخلي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي

ښاغلي العبادي زیاته کړه:

"نن زموږ ځواکونه په مېړانه د موصل ښار ښي لور ته د نړیوالو په ملاتړ سره جنګېږي. موږ دې ملاتړ ته اړتیا لرو ځکه داعش یوه نړیواله ترورېستي ډله ده چې په عراق، سوریه او نورو هېوادونو کې فعالیت لري."

داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق دوهم ستر ښار موصل ونیو او د راپورونو له مخې دا مهال د دې ښار شاوخوا ۶ نیم لکه وګړي د داعش تر محاصرې لاندې دي.

له سلو ورځو دمې وروسته د عراق صدراعظم د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په موصل کې د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو د بیا پیل امر وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس د موصل په جګړه کې د عراقي ځواکونو مهارت وستایه:

"زه دلته د خپل کار په لومړۍ میاشت کې راغلی یم چې ستاسو اردو ته درناوی وړاندې کړم. دوی د هغو خلکو په اړه په عالي ډول کار کوي چې غواړي د داعش له محاصرې خلاص شي. دوی په عین حال کې غواړي چې داعش په قاطع ډول وځپي. زه د موصل عملیاتو ته پوځي درناوی وړاندې کوم. دوی له سخت مقاومت سره سره په مهارت پر مخ ځي."

په بغداد کې په خپلو څرګندونو کې د امریکا د دفاع وزیر وویل، هېواد يې هېڅکله د بل هېواد د اشغالولو په فکر کې نه‎دی.

د جېمز متېس په وینا امریکا هېڅکله هم د عراق په تیلو او ګازو پسې نه‎دی.

خو د نوموړي دا خبره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له څرګندونو سره په ټکر کې ده.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د «سي. ای. اې» له کارکوونکو سره په کتنه کې وویل چې متحده ایالاتو باید د عراق تېل کنټرول کړي وی خو د ډونالد ټرمپ په خبره اوس هم ستونزه نه‌شته او ښايي امریکا بیا دا فرصت پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG