د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

جېمز متېس په ناڅاپي سفر بغداد ته رسېدلی


د امریکا دفاع وزير جېمز متېس په ناڅاپي سفر بغداد ته رسېدلی دی.

د ده د سفر هدف د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پر ضد پر مبارزه تمرکز دی.

متېس نن عراق ته په داسي حال کې تللی چې د دغه هېواد صدراعظم حیدرالعبادي له موصل څخه د داعش ډلې د ايستلو لپاره د عملیاتو نوی پړاو اعلان کړ.

خو په بغداد کې به متېس عراقي مشرانو ته ډاډ ورکوي او دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاين پر مهال ويلي وو چې د امریکايي نظامي ملاتړ په بدل کې باید له عراقه تېل واخيستل شي.

متېس بغداد ته له رسېدو وروسته وويل چې امریکا عراق ته د تېلو اخيستلو لپاره نه‌دی ورغلی:

"په امریکا کې موږ ټولو د ګازو او تېلو بيې پرې کړي دي او زه ډاډه يم چې موږ به دا کار په راتلونکي کې هم وکړو، موږ په عراق کې د تېلو اخيستلو لپاره نه يو راغلي. "

د امریکا د هوايي حملو په ملاتړ عراقي ځواکونه له داعش جنګيالیو څخه د موصل بېرته نيولو لپاره په جګړه بوخت دي.

دوی د دجله سيند ختيځه برخه نيولې ده خو داعش جنګيالي اوس هم د ښار پر لوېديځه برخه کنټرول لري.

پرون عراقي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د موصل په لوېديځ کې څو کلي ونیول او همداراز ځواکونه په جنوب کې هم د عذبه کلي پر لور پرمخ تللي چېرته چې دوی د داعش تر کنټرول لاندې د موصل هوايي ډګر ته نېږدې رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG