د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ارګ: اجازه نه ورکوو چې د افغانانو قاتلانو ته فرشتې وویل شي


ارګ وايي، د بیان د ازادي څخه په استفادې چاته اجازه نه ورکوي چې د هېواد والو وژونکو، د سپیڅلو او ټول ګټې ځایونو ورانونکو ته د سولې د فرشتو خطاب وکړي.

جمهوري ریاست د شنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي هغه تروریستي ډلې چې د نورو په اشاره شوم او تروریستي اهداف تر سره کوي د ورکولو وړ دي.

طالبان د سولې فرشتې دي، هغه خبرې چې د سولې د عالي شورا د یو سالاکار له خوا تر مطرح کېدو وروسته د خلکو او جمهوري ریاست له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

ولسمشری ماڼۍ خبرداری ورکوي چې دا موضوع په جدي ډول څېړي او د قانون په چوکاټ کې به یې په اړه اقدمات تر سره شي او هر اخیستونکی ګام پر خپل وخت له خلکو سره هم شریک شي.

د دې اعلاميې په یوه برخه کې راغلي دي:

"تروریستي ډلې چې هره ورځ د پردیو په اشارې د هېواد ورانولو، د خلکو د شهادت او زورولو لپاره تروریستي شوم اعمال تر سره کوي هغه د سولې پر ځای د ورکېدو مستحق دي، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی په وړاندې په سنګر کې د حق مبارزه تر سره کوي."

د راپورونو له مخې دوه ورځې وړاندې د سولې د عالي شورا سالاکار عبدالحکیم مجاهد د ستراتژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ په یوه غونډه کې طالبانو ته د سولې د فرشتو خطاب وکړ.

عبدالحکیم مجاهد
عبدالحکیم مجاهد

د دغو راپورونو له مخې ښاغلي مجاهد ویلي چې طالبان یوه سپیڅلي ډله ده چې یو ځل یې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جهاد وکړ او بیا یې د مجاهدینو تر منځ ګډوډیو ته د پای ټکی کېښود.

عبدالحکیم مجاهد په دې اړه ازادي راډيو سره خبرې ونه کړې، خو د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته یې ویلي چې هغه د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني خبرې بیان کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو غړی اکرام الدین رضا زاده وايي، هغه کسان چې پر لوړو دندو کار کوي، خو خواخوږي له وسله والو مخالفینو سره ښيي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله من یم چې حکومت به ښه او بد خلک سره تشخیص کړي او هغه کسان چې د افغانستان له ادرسه معاش اخلي، خو د افغانستان په تخریب کې لاس لري باید مجازات شي، د سولې د عالي شورا څخه زموږ هیله د سولې راوستل دي نه د نفاق، هغه څوک چې د ډار اچونکو سره مرسته کوي او طالبان د سولې کوترې بولي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."

له دې ور هاخوا د عبدالحکیم مجاهد دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم د سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

​ځينو حکومتي چارواکو د هغې له جملې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په خپله فیسبوک پاڼه کې دا څرګندونې له عقلانیته لرې بللي او د سولې عالي شورا د سالاکار د نیول کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په ولسي جرګه کې د خلکو ځينې استازي وايي، هغه غږ چې د دولت له دننه څخه د طالبانو د اعمالو د توجیه لپاره جګېږي د خطر زنګ او له مخالفینو سره د ښکاره همکاریو په معنی دی.

له دې ټولو سره د سولې د عالي شورا یو غړی شهزاده شاهد وايي چې دوی د عبدالحکیم مجاهد دا ډول څرګندونې د هغه شخصي نظر بولي او ټیګار کوي هغه ډلې چې سولې ته غاړه نه ږدي په افغانستان کې د جنګ د دوام مسؤلیت هم د همغو په غاړه دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG