د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

مظاهره چیان: د دولت پنځم ستون او د طالبانو ملاتړي دې معلوم شي


د بېلابېلو مدني ټولنو او شوراګانو سلګونو غړو په کابل کې مظاهره وکړه او په دولت کې یې د پنځم ستون په پیژندلو او محاکمې ټينګار وکړ.

دوی چې د کندزپه پیښه سره راټول شوي وه ویل یې چې حکومت د کندز په برخه کې په وخت پاملرنه نه ده کړي.

په همدې حال کې جمهوري ریاست وايي چې کندز ته ډير ژریو پلاوی لیږي ترڅو هغه کسان معلوم کړي چې غفلت یې کړی دی.

د کندزد سقوط په اړه د اعتراضونو په دوام چې اوس بیرته د دولت لاس ته ورغلای د هېواد ډیر وګړي خپله دولت پړ بولي چې په وخت یې اقدام نه دی کړی.

دغو مظاهره کوونکو د پنجشنبې په ورځ له حکومته وغوښتل چې د دولت دننه پنځم ستون او د طالبانو ملاتړي معلوم او محاکمه کړي. د مظاهرې دوه تنه ګډونوال وايي:

((نوم مې ډاکټر خلیل الرحمان سلطاني دی که د دولت دننه جاسوسان او پنځم ستون معلوم شي دا د ټول هېواد په ګټه ده، موږغواړو چې دا معلوم او د کندز چارواکي چې غفلت یې کړی باید محاکمه شي.

زما نوم حیدر دی راغلی یم چې حکومت ته خپله اندیښنه وښایو او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږو.))

مظاهره کوونکي چې مشري یې د اعتراض او مقاومت په نوم حرکت کوله د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې راټول، د ارګ او سپیدارماڼۍ په چارواکو یې غږونه کول چې د کندزد سقوط په اړه خلکو ته ځواب ووايي او امنیتي چارواکي ګوښه کړي.

د دوشنبې په ورځ وسله وال طالبان د لومړي ځل لپاره و توانیدل چې د افغانستان د یوه ولایت کندز مرکز او ځیني سیمې ونیسي او هلته د دوه ورځو څخه ډيرخپل بیرغ اوچت وساتي.

دې پیښې په نړېواله کچه او د هېواد دننه ګڼ غبرګونونه راوپارول او هغه یې د طالبانو یوه بریا وبلله.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي وايي، هغه کسان حتماً عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندل کیږي چې په کندز کې یې غفلت کړی دی:

((هغو کسانو چې په دندو کې یې ناغیړي کړي حتماً عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپيژندل کیږي او له دوی سره باید قانوني کړنې وشي ترڅو په راتلونکي کې بیا داسې پیښې، بې کفایتي او وظیفوي غفلت تکرار نه شي.))

مظاهره کوونکي داسې وخت د دولت دننه د مخالفینو د ملاتړو او د پنځم ستون په شتون اندیښنه او د هغوی محاکمه غواړي چې د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو له دې وړاندې ژمنه کړي چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوري ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې کندزته ډير ژر یو پلاوی استوي او د هغوی د څيړنو په رڼا کې به هغه کسان چې غفلت یې کړی مجازات او د امنیتي ځواکونو هغه منسوبین تقدیرشي چې د کندز په بیا نیولو کې یې میړانه کړي ده.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG