د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

ویسا: حکومت دې د نظام دننه د جاسوسانو د فعالیت مخه ونیسي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ترډېره د پخواني جهادي مشرعبدرب الرسول سیاف د وروستیو څرګندونو او د سولې د نړېوالې ورځې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسي جرګې له قوله په غټو ټکو لیکلي حکومت دې د نظام دننه د پردیو جاسوسانو د فعالیت مخه ونیسي.

په مطلب کې راغلي پنځم ستون په دولت کې خورا ډېر فعال دی، که لاس یې لنډ نه شي هېواد به د بحران خواته یوسي.

همدې ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کوي د افغانانو د ستونزو اصلي لامل څه دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که له واقعیتونو سترګې پټې نه شي ښاغلي سیاف کومه معجزه نه ده کړې، واقعیت دا دی چې د دولت مخالفین ځواکمن شوي نه دي چې په لوی خطر بدل شي.

د لیکوال په اند افغان حکومت کمزوری دی او دا هرڅه د یوه ملي زعامت د نشتوالی زېږنده دی.

د هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې چې پردي جاسوسان دې په ګوته او د قانون منګلو ته دې وسپارل شي.

د هېواد د سرمقالې لیکوال په امنیتي سکتورپه ځانګړې توګه په ملي امنیت غږ کوي چې باید پردي جاسوسان په نخښه کړي او د ولس دا اندېښنو ته دې د پای ټکی کېږدي.

لیکوال ټینګارکوي چې د نظام هرارګان باید په همدې هدف چاڼ شي او بیا دې امنیتي او دفاعي ځواکونه د نظام د ښکاره دښمنانو د ځپلو لپاره لاس په کار شي.

افغانستان ازادې ورځپانې د ولسي جرګې د غړو له قوله لیکلي که حکومت په دې برخه کې اقدامات ونه کړي، نوخلک به حکومت ته د پای ټکی کیږي.

همدې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي سوله او د افغانستان د خلکو ارزوګانې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د سپتمبر یوویشمته چې په نړۍ کې د سولې له نړالې ورځې سره برابره ده، په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کیږي چې اوس هم هر ورځ جګړه له افغانانو قرباني اخلي.

د لیکوال په باور هغه وخت په افغانستان کې رېښتنې سوله راتلای شي چې د افغانانو اساسي ازادیو ته احترام وشي.

د افغانستان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که څه هم افغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې، خوڅه ډول چې لازمه وه هسې نتیجه یې ورنه کړه.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې اوسني نامناسب وضعیت ته په کتو کولای شو ووایو په لنډ وخت کې یوې تل پاتې او دوامدارې سولې ته رسېدل ستونزمن او حتی ناممکن کار دی.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG