د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د کونړ لپاره پلاوی: د ځنګلونو قاچاق کې زورواکي او وکیلان ښکېل دي


د مشرانو جرګې یو پلاوی چې د افغان ولسمشر په حکم په کونړ کې د ځنګلونو د وضیعت له ارزولو وروسته تازه کابل ته ستون شوی وایي چې د کونړ ولایت د ځنګلونو په قاچاق کې تر ډېره زورواکي او ځیني وکیلان ښکېل دي.

د دغه شپږ کسیز پلاوي یوه غړي محمد هاشم الکوزي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د راپور تر وړاندې کولو مخکې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی په کونړ کې د ځینو وکیلانو د لرګیو د قاچاق ګدامونه کتلي دي او په دې اړه به وروسته خپل اسناد له رسنیو سره شریک کړي.

الکوزی: موږ به خپل اسناد له رسنیو سره شریک کړو.
الکوزی: موږ به خپل اسناد له رسنیو سره شریک کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"په کونړ کې داخلي قاچاقبران دي، ځيني زورواکي دي، هغه خلک دي چې یا نن په سیاسي پوستونو کې دي او یا نور دي، موږ د ځینو وکیلانو هغه د لرګیو د قاچاق ګدامونه هم ولیدل چې د هغوی عکسونه او اسناد مو راوړي دي، دغه خلک په مشرانو جرګه کې نه‌شته خو خامخا په شورا کې دي چې نوم‌یې د وکیل دی، خو وروسته به موږ دغه اسناد له مطبوعاتو سره شریک کړو او عدلي او قضایي ارګانونو ته به هم رسمي دغه اسناد ولېږل شي."

ښاغلي الکوزي همدارنګه هغه اوازې رد کړې چې ګنې د کونړ والي، امنیه قوماندان او د دغه ولایت یو شمېر نور چارواکي د لرګیو په قاچاق کې لاس لري.

دغه پلاوی کونړ ته وروسته له هغه ولېږل شو چې په مشرانو جرګه کې د کونړ سناتورانو وویل چې هره ورځ د دغو ځنګلونو شااوخوا ۳۰۰۰ ونې د زورواکو له‌خوا پرې کېږي.

مشرانو جرګه: حکومت باید د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي

پخوا تر دې هم د خوست او تخار په ولایتونو کې ځایي اوسېدونکو، په خپلو سیمو کې د ځنګلونو پر پرې کولو اندېښنې ښودلې وې.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق‌، د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی او ډېری دغه ځنګلونه د زورواکو او وسله‌والو مخالفینو له‌خوا پرې او پاکستان ته قاچاق کېږي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټينګار کوي چې هغه کسان باید عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي چې د لرګیو په قاچاق کې لاس لري.

د ولسي جرګې غړي انجنیر صاحب خان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې دغه قاچاق کوونکي که په هره سطحه کې دي، لوړپوړي چارواکي وي یا وکیلان باید حکومت د دوی مخه ونیسي.

صاحب خان: ځنګل یوه ملي پانګه ده باید د قاچاق مخه یې ونیول شي.
صاحب خان: ځنګل یوه ملي پانګه ده باید د قاچاق مخه یې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"ځنګل یوه ملي پانګه ده او دا یوازې کونړ پورې اړه نه‌لري د دغه قاچاق مخه که ونه‌نیول شي، یوه اساسي طرحه جوړه نه‌شي، دا د ضایعه کېدو له ګواښ سره مخ دی، دا که وکیل دا کار کړی یا د دولت کوم لوړپوړي چارواکي حکومت‌یې باید مخه ونیسي."

خو له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ازادي راډيو ته ویلي چې د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق‌ منع دی او هر څوک چې دا کار وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د کونړ یو شمېر خلکو بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي که چېري د مشرانو جرګې له‌خوا استول شوی پلاوی خپلې ارزونې او د څېړنو موندنې په دقیقه توګه عملي او هغه زورواکي مشخص نه‌کړي چې د لرګیو په قاچاق کې لاس لري په کونړ کې روانه ستونزه به دوام وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG