د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

کونړ ته د مشرانو جرګې تللی پلاوی د ستونزو د هواري هڅه کوي


له کونړ څخه د لرګیو د انتقال په خاطر د رالېږل شوې مصوبې له امله د راپیدا شویو ستونزو د هواري لپاره د مشرانو جرګې څخه یو پلاوی کونړ ته تللی چې مشري يې ډاکټر محمداجان منګل کوي.

په کونړ کې د لرګیو د انتقال پر سر د راپیدا شوې ستونزې د هواري لپاره د مشرانو جرګې تللي پلاوي مشر او غړو د کونړ اوسېدونکو سره ولیدل او د هغوی غوښتنې يې واورېدلې.

د مشرانو جرګې څخه د راغلي پلاوي غړي محمد هاشم الکوزي په ولایتي شورا کې راغونډو شویو خلکو ته وویل دوی د دې لپاره راغلي چې د لرګیو پر سر پیدا شوې ستونزې په اړه معلومات حاصل او د هواري لپاره‌یې مشرانو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا شپږ سناتوران د شپږو ولایتونو نماینده‌ګان دلته راغلي، دا د ۶۸ سناتورانو په نماینده‌ګۍ دلته راغلي، دې سناتورانو پرون موږ ته ویلي چې وروره څه حقیقت وي، څه د خدای او د رسول او قران مطابق وي موږ یې له کونړ څخه یوسو."

هغه وویل د معلوماتو راټولولو کې به نه د والي، نه قوماندان او نه‌هم د بل چا پلوي وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"باید د کونړ د اصلي حقیقته موږ ځان خبر کړو چې د کونړ ولسونه څه غواړي، د کونړ غریب او در په دره ولس څه غواړي، یو خو ۴، ۵ او ۸ نفره دي یا یو هم د کونړ ولس څه غواړي، د دوی څه غوښتنه ده، وروڼو له موږ دې خدای تعالی ناراضه شي چې موږ د والي، قوماندان، ولایتي شورا او یا کوم بل چارواکي طرفداري وکړو."

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي او د پلاوي غړي استاد محمد طیب عطا وویل د کونړ اوسېدونکي د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق مخالف دي، له حکومت او نړیوالو ځواکونو غواړي چې هر څوک ځنګل وهي باید ورته د وسله‌وال مخالف په نظر وکتل شي او بمبار یې کړي.

نومړي زیاته کړه:

"زه رئیس جمهور ته وایم چې څوک ځنګل قطع کوي لکه څنګه داعش بمباروي همداسې د دوی کورونه هم بمبار کړه او ویې‌وله."

په مشرانو جرګه کې د کونړ پخواني استازي رفیع‌الله حیدري وویل د لرګیو د انتقال په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله له‌خوا رالېږل شوې مصوبه ورته د منلو وړ ځکه نه‌ده چې هغه خپله په حکومت کې اضافي کس دی او د قانون خلاف‌يې ځان حکومت کې ځای کړی دی.

ښاغلي حیدري زیاته کړه:

"اول خو دا رئیس اجرائیه اضافه دی چې پر موږ تپل شوی دی او بیا رئیس اجرائیه چې دا د وزیرانو شورا چې کومه مصوبه ده، دا قانون نه‌دی دا د وزیرانو شورا یوه مصوبه ده قانون خپل مراحل لري تا نه‌دی تصویب کړی ولسي جرګې نه‌دی تائید کړی، رئیس جمهور توشېح کړی نه‌دی او پر ځای د دې دا کونړ، دا ځنګلونه زموږ لباس دی د دې کونړ، دا لباس چې له موږ نه څوک اوباسي، الله دې د هغه نه اوباسي، الله دې هغه سپک کړي، موږ د لرګيو مخالف یو د لرګي د وهلو د لرګي د انتقال."

ولسي خلکو له راغلي پلاوي غوښتنه کوله چې په هېڅ شکل د ځنګل وهونکو او د هغوی ملاتړو ته له کونړ څخه د لرګیو د انتقال اجازه نه‌شي ورکولای.

دوی ویل چې له ولایت څخه‌یې د پخو موادو د انتقال په اړه د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېسیون او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له‌خوا رالېږل شوې مصوبه د چاپېریال ساتنې، د ځنګلونو د حفاظت مخالف کار دی.

د کونړ یو اوسېدونکی او مدني فعال وايي:

"هجران یم د کونړ یو تن مدني فعال، د هر څه لپاره قانون لرو، د چاپېریال لپاره قانون لرو، د ځنګلونو لپاره قانون لرو، د معدنو لپاره قانون لرو، د ژوند د چاپېریال او د ځنګلونو د قانون دا مصوبه مطلق خلاف ده په هېڅ صورت سره دا د هغوی سره موافق نه‌ده."

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د مصوبې په ګټه او د امنیه قوماندان په خلاف د لرګیو یو شمېر سوداګرو او نجارانو مظاهره کړې وه چې په تاوتریخوالي بدله شوه چې بیا د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په کونړ کې خلک وايي، له تېرو نېږدې څلورو لسیزو ځنګلونه وهل کېږي، څو ځله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، له هغه وړاندې د رباني او د طالبانو مشرانو له کونړ څخه د لرګیو انتقال ته اجازه ورکړې وه.

د دې پر ځای چې حکومت د اساسي قانون د پنځلسمې مادې سره سم د ځنګلونو ساتنه وکړي، لرګیو ته د انتقال سره‌يې د ځنګلونو وهلو ته اجازه ورکړې.

چې ورسره د کونړ زیات شنه ځنګلونه د برقي ارو په وسیله ووهل شول.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG