د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

کونړ کې د لرګیو سوداګرو د امنیه قوماندان پر ضد مظاهره وکړه


د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونه نجارانو او د لرګیو سوداګرو د یاد ولایت د امنیه قوماندان پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیانو ویل چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په لاسلیک د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېسیون پرېکړه قوماندان نه‌مني.

په پرېکړه کې راغلي چې د وهل شویو لرګیو پخو موادو ته بې‌محصوله له کونړ څخه نورو ځایونو ته د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.

مظاهره‌چیانو د امنيه قوماندان خلاف نارې وهلې او د کونړ له مسؤلینو يې غوښتل چې باید له لرګیو جوړو شویو موادو ته دې د انتقال اجازه ورکړل شي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال روح‌الله انوري راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG