د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

وکیلان: د ایران له‌خوا د سوریې جګړې ته د افغانانو لېږل دوام لري


د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني کارپوهان وايي، د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو استول لاهم دوام لري.

یاد استازو او کارپوهانو که څه هم په دې اړه اسناد وړاندې نه‌کړل خو ادعا کوي چې ایران تر ډېره بریده پر افغان کډوالو فشار راوړی چې سوریې ته لاړ شي او هلته په جګړه کې برخه واخلي.

د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو استولو یو ځل بیا د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او ځینو کارپوهانو اندېښنې راپارولي، دوی وايي چې لاتر اوسه هم دغه لړۍ روانه ده.

د ولسي جرګې غړې حمیرا ایوبي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه ایران هڅه کوي څو هغه افغانان چې په ایران کې کډوال شوي او له سختو کړاوونو سره مخامخ دي د سوریې جګړې ته واستوي.

ایوبي: ایران افغان کډوال د سوریې جګړې ته استوي.
ایوبي: ایران افغان کډوال د سوریې جګړې ته استوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا لومړی ځل نه‌دی بلکې له بده‌مرغه تر دې وړاندې هم دغې لړۍ دوام درلود، تر هغې چې د سوریې جګړه وي ایران نه‌غواړي چې خپل سرتېري یې هلته له‌منځه ولاړ شي، له بده مرغه په دې برخه کې له هغو افغانانو چې هلته کډوال دي او اړ دي استفاده کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو او په دغې جګړه کې یې د وژل کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

د شفافیت نړیوال سازمان هم تېر کال په یو راپور کې د سورېې جګړې ته د افغانانو د استولو په اړه ویلي وو.

په نیابتي جګړو کې د افغانانو ونډه او پر هېواد یې اغېز

د ملي شورا غړو هم څو ځلې په دې اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه‌یې د یادې موضوع د تعقیب غوښتنه کړې ده.

ایراني رسنۍ: په سوریه کې ۵ وژل شوي افغانان په قُم کې خاورو ته سپارل شوي

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان هم وايي چې ایران په سیمه کې د خپل نفوذ لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي او له همدې امله افغانان د سوریې جګړې ته د تګ لپاره هڅوي.

سیاسي کارپوه حمید عزیزي وايي:

"دا تبلیغات په شدت دوام لري، زیات افغانان جګړې ته استوي او کله چې دوی بېرته راګرځي مالي مرستې ورسره کوي او یا هم هغه کسان چې هلته وژل کېږي په ښه ډول‌یې د جنازې مراسم تنظیموي دا هغه څه دي چې نورو ته هم انګېزه ورکوي."

د بهرنیو چارو وزارت د یمن او سوریې په جګړو کې د افغان کډوالو ګډون تائید کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ایران نوم نه‌اخلي خو وايي، په ځینو بهرنیو هېوادونو کې یو شمېر افغانان د دولتي او یا هم غیر دولتي بنسټونو له لوري هغو فعالیتونو ته اړ کېږي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

مستغني: د یادې ستونزې د حل هڅې روانې دي.
مستغني: د یادې ستونزې د حل هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دولت له ډیپلوماتیکو لارو په جدي ډول د دغې ستونزې د هواري لپاره هڅې پیل کړي دي او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له کمیسارۍ سره په اړیکه کې یو چې د افغان کډوالو حقونه خوندي او رعایت شي."

خو سیاسي کارپوه حمید عزیزي بیا وايي چې افغان حکومت هېڅکله د یادې موضوع په اړه جدي اقدام نه‌دی کړی او په دې برخه کې یې له محافظه‌کارانه سیاست نه کار اخیستی.

کابلي: سوریې ته د افغانانو لېږد د ایران په خاطر نه‌څېړل کېږي

د ده په باور، له همدې امله په ځینو بهرنیو هېوادونو کې له یو شمېر افغان کډوالو څخه ناسمه استفاده کېږي او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG