د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

مشرانو جرګه: سوریه کې دې د وژل شویو افغانانو قضیه وڅېړل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي،حکومت باید د سوریې په جنګ کې د زرو افغانانو د وژل کېدو قضیه وڅېړي.

په دې وروستیو کې د منځني ختیځ په چارو کې تحقیقاتې ادارې پخپل تازه راپور کې ویلي چې د ایران لخوا زر تنه لېږل شوي افغانان د سوريې د جنګ په جریان کې وژل شوي.

د دغه راپور له مخې دغه افغانان د ایران لخوا سوریې ته لېږل شوي و.

د یادې ادارې د راپور تر خپرېدو وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د دغه جرګې د منشي مرستیالې نجیبې حسیني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت باید په دې برخه کې خپلې څېړنې پېل کړي چې ایا دغه کسان د ایران د حکومت لخوا د سوريې جنګ ته لېږل شوي او که پخپله خوښه تللي و.

نوموړې زیاته کړه:

"په دې اړه د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت باید څېړنې وکړي، هغه زر تنه افغانان چې د سوريې په جنګ کې وژل شوي باید څرګنده شي چې دوی د کومې ډلې لخوا هلته لېږل شوي او که پخپله خوښه تللي و، همدارنګه بې کاري هم ددې سبب کېږي چې دوی ایران ته لاړ شي او د پيسو په بدل کې په سوریه کی وجنګېږي."

میمو: سوریه کې زر تنه افغان جنګیالي وژل شوي.
میمو: سوریه کې زر تنه افغان جنګیالي وژل شوي.

اغلې حسیني وویل، په هېواد کې د ژوند ناوړه شرایطو او بې کارۍ زیاتره ځوانان دې ته اړ کړي چې ایران ته لاړ شي او د پيسو پیدا کولو لپاره په جنګونو کې برخه واخلي.

له دې وړاندې د بشر حقونو سازمان پخپل يوه راپور کې ویلي و چې ایران له ۲۰۱۳ میلادی کال راهیسې زرګونه افغانان په غیر قانوني توګه د سوريې جنګ ته لېږلي دي.

بلخوا د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له افغانانو څخه ناوړه ګټه اخېستنه د بشري حقونو خلاف عمل ګڼي او وايي چې دغه موضوع باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

میاخېل:د مهاجرت مسئلې ته دې په بشري نظر وکتل شي.
میاخېل:د مهاجرت مسئلې ته دې په بشري نظر وکتل شي.

"په دغه موضوع کې ډېر تحقیق او ارزیابی ته اړتیا ده،د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له افغانانو هر ډول سیاسي او نظامي ناوړه ګټه اخېستنه د بشري حقونو خلاف کړنه ګڼي، د مهاجرت موضوع يوه بشري مسئله ده او زموږ غوښتنه هم دا ده چې د مهاجرت مسئلې ته په بشري نظر وکتل شي او له سیاسي او امنیتي مسایلو لرې وساتل شي."

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نشو.

له بله پلوه د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي چې زیاتره ځوانان د لوږې او بې کارۍ له امله اړ کېږي چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي او ګاونډي هېوادونه بیا له دوی څخه د پیسو به بدل کې هر ډول استفادې کوي.

ښاغلی وردګ له حکومته غواړي چې په هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو هغوی له هېواده بهر د کار لپاره تلو ته اړ نشي او ځیني هېوادونه او کړۍ ورڅخه په جګړو او نورو ناسمو اعمالو کې ګټه وانخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG