د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

کابلوف: د افغانستان سولې په اړه هېڅ د منځګړیتوب پلان نه‌لرو

د افغانستان لپاره د روسیې استازی وایي چې نه چا له روسیې غوښتي دي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي او نه‌هم مسکو له پاکستان او چین سره دا پلان لري چې داسې څه وکړي.

ضمیر کابلوف زیاته کړه چې د روسیې، چین او پاکستان استازو د سې شنبې په ورځ په مسکو کې پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان د مسئلې لپاره په سیمه‌ییزه کچه پراخې هڅې په‎ کار دي، څو له کابل سره په ګډه داسې هدفونه وټاکل شي چې نتیجه ورکړي.

کابلوف بیا وویل، په اوسنیو جنګي حالاتو کې د سولې خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې.

کابلوف بیا وویل، په اوسنیو جنګي حالاتو کې د سولې خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې.
کابلوف بیا وویل، په اوسنیو جنګي حالاتو کې د سولې خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړه چې په مسکو کې درې اړخیزه غونډه په حقیقت کې د سیمې په کچه د ګډو هڅو رامنځته کول دي.

د کابلوف په وینا په راتلونکي کې به دغه ډول غونډو ته د افغانستان او د سیمې د هغو هېوادونو استازي هم راوبلل شي چې د افغانستان د لانجې له حل سره دلچسپي لري.

د روسیې استازي انټرفاکس خبري اژانس ته دا خبره هم وکړه چې دغه ډول غونډې به عملي او مثبتې نتیجې ورکړي.

په مسکو کې د سې شنبې ورځې پر درې اړخیزه غونډه د افغانستان حکومت او امنیت شورا په ځانګړي ډول هغه وخت سخت انتقاد وکړ چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو د لیرې کېدو مسئله یاده شوه.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل:

"موږ له خپلو دیپلوماتیکو سرچینو، د دغې غونډې د څرنګوالي او محتوا په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې کوو. هېڅ سرچینه د افغانستان له حکومت پرته دا صلاحیت نه‎لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لېسته د افغانستان د خلکو نوم لیرې کړي، د طالبانو برخه کې هم مسئله همداسې ده."

د افغانستان ولسي جرګې هم د مسکو د غونډې په اړه غبرګون ښکاره کړ.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وویل چې د روسیې، چین او پاکستان د استازو غونډه په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

د افغانستان مشرانو جرګې هم په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د دې هېواد په چارو کې مداخله بللې.

خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، نه‌پوهېږي چې ولې دا ځل دې غونډې ته توجه زیاته شوه، کنه ورته درې اړخیزې غونډې دوه ځله مخکې هم روان کال جوړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG