د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د عراق موصل ښار نیولو عملیات حساس پړاو ته رسېدلي


چارواکي وايي چې د داعش له وسله والې ډلې څخه د عراق د موصل د ښار د نیولو عملیات حساس پړاو ته رسېدلي او د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره په خپلې وروستۍ لیدنې کې د دې عملیاتو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

په بغداد کې د عراق له صدر اعظم او نورو چارواکو سره د امریکا د دفاع د وزیر په کتنو او خبرو اترو کې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د روانو عملیاتو موضوع د دواړو خواوو د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وه.

د امریکا دفاع وزارت وايي، اشټون کارټر د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره د موصل په عملیاتو کې پر راتلونګو ګامونو خبرې کړې دي.

دواړه د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان د سیمه ییز حکومت ترمنځ پر نږدې همکارۍ هم خپلو کې غږېدلي دي.

اشټون کارټر د یکشنبې په ورځ د عراق قیاره پوځي هوايي اډه کې په یوه خبري غونډه کې د موصل د عملیاتو په اړه وویل:

کارټر:دا یوه ساده جګړه نه ده.
کارټر:دا یوه ساده جګړه نه ده.

"دا یوه ساده جګړه نه ده، نن مې یې په اړه د صدراعظم حیدر العبادي سره خبرې وکړې، له نوموړي سره لیدنه ډېره ښه وه او پریکړه مو وکړه چې هر څه له هغه پروګرام سره سم مخکې ولاړ شي چې په اړه یې د میاشتو راهیسې زموږ بحثونه دوام لري."

دا په داسې حال کې چې د عراق د ترهګرۍ ضد ځواکونو د موصل په ختیځ کې د النور سیمه نیولې ده.

د اسلامي دولت د وسله والې ډلې څخه د موصل د نیولو عملیات هم د عراق د حکومت او هم د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف لپاره حساس پړاو ته رسېدلي دي.

د عراق پوځ د موصل ښار نږدې څلورمه برخه لاندې کړې، خو د سخت دریځو له سختو متقابلو بریدونو سره مخ دي.

بل خوا د عراق له ګاونډي هېواد سوریې څخه راپورونه وايي چې دغلته د پالمیرا د مرکز ښار کنټرول د سوریې د حکومتي ځواکونو او د داعش د وسله والو ترمنځ لاس پر لاس شوی دی.

د پالمیرا کنټرول د سوري پوځ او داعش ترمنځ لاس پر لاس شوی دی.
د پالمیرا کنټرول د سوري پوځ او داعش ترمنځ لاس پر لاس شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل، د روسیې هوايي بریدونو د داعش وسله وال اړ کړل چې د پالمیرا د ښار څنډو ته پر شا شي، خو همدې ادارې وروسته راپور ورکړ چې د داعش وسله وال بیرته د پالمیرا ښار ته ننوتي او د سوریې د حکومت ځواکونه شاتګ ته اړ کړي.

د پالمیرا د لرغونو اثارو او سیمو د لرلو له کبله د یو نیسکو د کلتوري میراثونو په لیست کې ځای لري چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د داعش د وسله والې ډلې په ولکه کې وو .

XS
SM
MD
LG