د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

عراقي چارواکي داعش پرضد د جګړې تکتیک بدلوي


که څه هم د عراق موصل په بشپړه توګه د اسلامي دولت ډلې یا داعش له جنګیالیو په بشپړه توګه نه ده تصفیه شوې خو عراقي چارواکي وايي د داعش د ځپلو لپاره یې نوي پلانون طرحه کړي دي.

په نوې تګلاره کې عراقي پوځیان د ځمکنۍ جګړې پرځای بریالۍ یا هدفمنده هوايي حملې زیاتوي، په استخباراتي برخو کار کوي او له لویدیځ سره همکاري زیاتوي څو په دې جګړه کې لا بریا خپله کړي.

چارواکو ویلي چې د یادې تګ‎لارې په عملي کېدو سره به چې کله داعش موصل له لاسه ورکړي د دوی د خپل اعلان شوي خلافت ګلیم ټولېږي او تر ډېره به د یوې داسې ډلګۍ حیثیت پیدا کړي چې د سیمو د نیولو توان به نه‎لري.

اسوشيټېډ پریس خبري آژانس ته ځینو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د دغې تګ‎لارې په اړه خبرې کړي دي.

د دغو چارواکو تر منځ څلور تنه له استخباراتي ادارو او دوه نورهم د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم ضد د برخې استازي شامل دي.

د تروریزم ضد د برخې یوه چارواکي ویلي:

"موږ غواړو چې هغوی [داعشیان] سره غونډ شي څو د هغوی په هدف ګرځولو کې موږ بریالي شو. ورځ تربلې به په هغوی هوايي حملې زیاتوو او کشفي او استخباراتي عملیاتو ته به هم زور ورکړو."

اخوا د استخباراتي ډلې استازیو ویلي چې په نظر کې لري څو له سوریې سره په پوله او په دښتو کې ګزمې زیاتې کړي او د دې کار لپاره به له شیعه ملیشو هم کار واخلي.

دوی ویلي چې عراق د پوځي وسایلو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو غربي هېوادونو سره خبرې کړي څو په اسلامي دولت ډلې باندې د ډرون په حملو کې همدا وسایل وکاروي او لا پرمختګ وکړای شي.

چارواکو ویلي:

"د موصل د جګړې په دوام دا تګ‎لاره به د اسلامي دولت ډلې لپاره ترخطر خالي نه وي وار دمخه یې د اسلامي دولت ډلې په کتار کې د جلب او جذب عمل کم کړی."

اسوشیټېډ پریس ویلي اوس وخت د ۴۵۰۰ تر ۶۰۰۰ داعش جنګیالي په موصل کې جګړه مخته وړي او د هغوی تر منځ د اسلامي دولت ډلې د ادارې برخې ځينې کارکوونکي هم شامل دي.

عراقي پوځیانو د امریکا متحده ایالتونو په هوايي ملاتړ سره په اکتوبر میاشت کې د موصل د بیا نیولو لپاره چې له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته له اسلامي دولت ډلې سره و عملیات پیل کړل.

دا هم ویل کېږي چې په موصل کې د جګړې په شدت سره ګڼ شمېر داعش جنګیالي سوریې او یا د عراق نورو برخو ته تښتیدلي دي.

د دغو کسانو تر منځ د اسلامي دولت ډلې ګڼ شمېر لوړپوړي مشران او په خپله د دوی رهبر ابوبکرالبغدادي هم شامل دی.

د بغدادي په اړه ویل کېږي چې هغه به په ډېراحتمال سره د عراق په شمال لویدیځ کې د سوریې پولې ته نږدې په ځینو سیمو کې و اوسي.

ځینو شننونکو بیا د عراق پوځ دا نوی پلان چې جګړه تغیروي او تر ډېره هوايي حملو، استخباراتي کارونو او له غرب سره په همکاریو تمرکز کوي یو اسانه تکتیک نه بولي.
اسوشیټېډ پریس خبري آژانس له امنیتي کارپوه هیشام الهیشام سره خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې:

"زموږ استخباراتي او امنیتي ادارې به له سختو ورځو سره مخ شي کله چې هغوی له یوه متغیره اسلامي دولت ډلې سره جګړه پیل کړي."

امریکا متحده ایالتونو مخکې له مخکې اعلان کړی چې په عراق کې به د داعش ترماتې وروسته هم حضور ولري.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر تېره اوونۍ وویل چې:

"امریکايي او نړیوال پوځیان به په عراق کې د داعش تر ماتې وروسته هم حضور ولري. د دې لپاره چې یقیني کړي چې ماته شوې اسلامي دولت ډله ماته پاتې ده."

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG