د لاسرسي لېنکونه

سلواکیا افغانستان ته ۳۴ پوځیان واستول.

د سلواکیا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، دا پنځمه دوره پوځیان دي چې په وروستیو کې یې افغانستان ته استوو او د ټولو شمېر ۱۶۸ تنو ته ورسېد.

د سلواکیا دا پوځیان د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنوري کې پیل شو او هدف‌یې د افغان ځواکونو روزل، سلا مشوره ورکول او مرسته ده.

XS
SM
MD
LG