د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

ټرمپ، د تمې خلاف د امریکا تاریخي ولسمشريز انتخابات وګټل


وروسته له هغه چې د امريکا د ولسمشرېزو انتخاباتو نتایج اعلان شول، د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلويانو نیويارک کې خوشحالۍ پيل کړې.

په همدې ښار کې د هيلري کلېنټن پلويان د شوک په حال کې شول.

د نظر پوښتنو له مخې د امریکا ولسمشرېزې ټاکنې هيلري کلېنټن ګټلې.

ډونالډ ټرمپ څه ډول وکولای شو چې د امریکا ولسمشرېز انتخابات وګټي.

په برېتانيه کې د برمنګهم پوهنتون د تاریخ استاد سکاټ لوکاس وايي:

"داسې نه وه چې د هيلري کلېنټن پلويان لاس پر لاس ناست وو. خبره دا ده چې د تمه خلاف د ټرمپ ټول پلويان له کورو راووتل. داسې ښکاري چې دوی شخصاً په رايو کې د ګډون لپاره هڅېدلي وو."

د ازادي راډيو د مرکزي څانګې راپور وايي چې ټرمپ د دغه شعار پر اساس خپل کمپاين کاوه چې: امریکا بېرته ستره کړئ.

ټرمپ د دغه شعار پر اساس خپل کمپاين کاوه چې: امریکا بېرته ستره کړئ.
ټرمپ د دغه شعار پر اساس خپل کمپاين کاوه چې: امریکا بېرته ستره کړئ.

ده خپل ځان له پخواني سياسي سيستمه جلا باله او په ځانګړي توګه د هيلري کلېنټن په مقابل کې ده د تغير شعار ورکاوه.

د برېتانيې په نارت امبريا پوهنتون کې د تاريخ استاد مایکل کولينېن وايي، په ځانګړي توګه په رسټ بيلټ ايالتونو، الينوی، انډيانا، مشيګن، اوهایو او پنسلوانیا کې په سپين پوستو کې دا مفکوره راژوندۍ شوې وه چې بې کاري زياته شوې ده او له همدې کبله بايد امریکا بېرته ستره شي چې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

کلېنټن دغه تغیر نه‎شو وړاندې کولای ځکه هغه سیاسي کیسه ده او په حکومت کې يې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې بېلابېلې دندې درلودلي دي.

د رويټرز ملي انتخاباتي نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ تر کلېنټن په سپين پوستو کې ۳۱ درجې زيات نارینه پلويان او ۲۷ درجې زياتې ښځينه پلويانې درلودې.

دا هغه سپين پوستي وو چې لوړې زده‎کړې يې نه دي کړي.

د دې په مقابل کې کلېنټن دوه فيصده زياتې رايې له ښځينه رايې ورکوونکو اخېستي او همدا راز د ټرمپ په پرتله اقليتونو ورته زیاتې رايې ورکړي دي.

ټرمپ هغه سپين پوستی و چې لوړې زده‎کړې يې نه دي کړي.
ټرمپ هغه سپين پوستی و چې لوړې زده‎کړې يې نه دي کړي.

شاوخوا ۸۹ فیصده تور پوستو امریکايانو، ۶۶ فيصده لاتیني او ۶۵ فيصده اسيايي امریکايانو د هيلري کلېنټن پلوي کړې ده.

د ټرمپ پلويانو يو دبانديني کس غوښت او ده ورته باور ورکړ چې دغه د باندينی کس دی دی.

ده له پخواني سياستوالو څخه ځان جلا ښوده او ويل يې چې هغوی د باور وړ نه دي.

ده له رسنیو سره هم ښکاره جګړې کولې او رسنۍ يې خاینې بللې.

ده له خلکو سره په مستقیم تماس کې وو او ډېری وختونه یې ټويټر کاراوه.

که څه هم ټرمپ خپل ځان يو دباندينی کس باله، ده یوه بله ګټه ځکه کړې وه چې دی يو مشهور تلويزيوني کس وو.

ده په خپل تلويزیوني پروګرام کې چې د ده د کاروبار په اړه وو، خلکو ته ښکاره کړل چې دی ښې پرېکړې کولای شي.

XS
SM
MD
LG