د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

نواز شریف د امریکا نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې


د نړۍ د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر د پاکستان صدراعظم نواز شریف د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د پاکستان د حکومت او ولس په استازیتوب په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتو کې د جمهوریت‎پال ګوند کاندید ډونالد ټرمپ له یوه اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته د خپل هېواد ۴۵م ولسمشر ټاکل شوی دی.

د پاکستان صدراعظم د چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې چې د امریکا د نوي منتخب جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د بریالیتوب د اعلان لږ وروسته رسنیو ته استول شوی، د خپل حکومت او ولس په استازیتوب د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب له امله منتخب ولسمشر ټرمپ او د امریکا خلکو ته مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي شریف په دغه بیان کې ویلي چې د پاکستان او امریکا تر منځ له تېرو اوو لسیزو راهیسې ستراتیژیک پارټنر دی او همداراز يې هیله څرګنده کړې چې:

"په سیمه کې د ثبات او امنیت د ودې لپاره به د دواړه هېوادونو تر منځ اړیکې او پارټنرشېپ لا پسې وغځېږي."

نوازشریف همدا شان د سیمې د امن او ثبات او د پاکستان او امریکا د اړیکو د لاپراختیا لپاره له ټرمپ سره ګډې همکارۍ او کار هیله هم څرګنده کړې ده.

ممنون حسین هم ډونالد ټرمپ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې.
ممنون حسین هم ډونالد ټرمپ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې.

په عین حال کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم ډونالد ټرمپ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او هیله‌يې څرګنده کړې چې:

"ښاغلی ټرمپ په د خپل ولسمشریزې دورې پر مهال په نړۍ کې د امن او سولې لپاره رول ولوبوي او همداراز به د امریکا او پاکستان اړیکې هم لا پسې پراخې او پیاوړې شي."

د پاکستان مشران په داسې وخت کې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکۍ ورکوي چې د دې هېواد رسنۍ او د نړیوالو چارو شنونکي په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ بریا حېرانوونکې بولي او همداراز په رسنیو کې د امریکا او پاکستان په اړیکو تاوده بحثونه هم روان دي.

ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه اعلان شو او له خپلې ډموکراتې سیالې هېلري کلېنټن‌یې ټاکنې وګټلې.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پر ولسمشر او صدراعظم سربېره د افغانستان، ایران، چین، هندوستان او نورو هېوادونو مشرانو هم د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ ته مبارکۍ ورکړي او دا لړۍ لا روانه ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG