د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

کوټه کې د وروستۍ حملې وروسته، ۳ ورځې ماتم اعلان شو


په کوټه کې د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیه تر حملې وروسته، درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.

د پاکستان د حکومت لوړ رتبه چارواکو پرون په‎ دې حمله کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په‎ دې حمله کې د دوشنبې په شپه لږ تر لږه ۶۱ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات زخمیان شول.

د دې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت وسله‌والو یا داعش او د پاکستاني طالبانو یوې ډلې لشکر جنګوي اخیستی دی.

د دې حملې د قربانیانو جسدونه په سپینو تابوتونو کې ايښې وو او د جنازې په مراسمو کې یې د پوځ د ستر درستیز جنرال راحیل شریف په ګډون ګڼ شمېر پوځي او ملکي چارواکو ګډون درلود.

یو شمېر وسله‎والو کسانو د امنیتي ځواکونو په جامه کې د دوشنبې په شپه د کوټې په لمن کې د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیه حمله وکړه.

د حملې پر مهال لږ تر لږه ۷۰۰ تنه هلته موجود وو.

د حکمت‎الله په نوم یوه محصل چې په اوږه‌یې مرمۍ لګېدلې فرانس پرېس ته ویلي چې وسله‎والو د لیلیې د خونو ورونه ټکول او هر ورچې به پرانیستل شو، ډزې به‌یې کولې.

د کوټې د پولیسو په تعلیمي مرکز کې محصل اصف حسین ویلي چې د حملې پر وخت په خپله خونه کې ویده و.

ده ویلي چې په خونه کې ورسره محصلانو د حملې له پیل سره سم، ځانونه تر خپلو کوټونو لاندې پټ کړل او د خونې ور یې بند کړ.

حسین ویلي:

"حمله کوونکو د خونې دروازه په لغتو وهله چې خلاصه شي خو د دروازې قفل کلک و نو وسله‎وال زموږ د څنګ خونې ته ورغلل چې هلته محصلان ووژني."

اصف حسین ویلي چې د ډزو له پیل سره زیاتو محصلانو ځانونه تر کړکېو لاندې واچول او هر چا هر لور ته منډې وهلې.

یوه محصل چې ځان‌یې د خپلې خونې تر کړکۍ لاندې غورځولی او تښتېدلی، روېټرز ته ویلي چې پر خدای له توکل کولو پرته بله چاره نه‌وه نو که څه هم کړکۍ ډېره لوړه وه، له ټوپ وهلو یې وېره نه‌درلوده.

د فیصل خان په نوم یوه محصل ویلي چې د حملې له پیل سره سم‌یې ګروپونه او څراغونه مړه کړل نو له‎ دې امله وسله‎والو ته په دهلېزونو کې تېرېدل اسان نه‌وو. ښايي یو شمېر کسان له‎دې امله ژغورل شوي وي.

کوټه کې وروستۍ حملې خلکو ته په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پيښور پر يوه ښوونځي د حملې یاد تازه کړه چې تر ۱۵۰ تنه زیات ښوونکي او زده‎کوونکي په‎کې وژل شوي وو.

بلوچستان کې د پاکستان د سرحدي قواوو یوه ویاند واسع‌خان ویلي چې د حملې زیات قربانیان د پولیسو د مرکز محصلان او کارکوونکي دي.

د واسع‎خان په وینا، پر دې مرکز حمله کوونکي تر څلور ساعته وسله‎والې نښتې وروسته وژل شوي دي.

د پاکستان ټلوېزیونونو پرون د لیلیې په وینو لړلې ودانۍ ښودله چې د وژل شویو خلکو بوټونه، سوځېدلي درسي مواد، ماتې هېندارې او دروازې هر لوري ته په‎کې پرتې وې.

د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف تر حملې وروسته کوټې ته ولاړل او هلته‌یې له ویر ځپلو کورنیو او له حملې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره خبرې وکړې.

کوټه کې د دې حملې مسؤلیت داعش او د پاکستاني طالبانو یوې ډلې لشکر جنګوي اخیستی دی.

د پاکستاني طالبانو دې ډلې په یوه ایمیل کې څرګنده کړې چې دا حمله د ملا داود منصور په حکم ترسره شوې چې د حکمت‎الله مسعود نېږدې ملګری ګڼل کېږي.

په ایمیل کې د لشکر جنګوي د یو شمېر غړو وژل کېدو ته په اشاره کې لیکل شوي چې دا حمله د لشکر جنګوي د هغو غړو د قتل د غچ اخیستلو لپاره شوې چې د پنجاب له محبسونو بهر وژل کېږي.

لشکر جنګوي له القاعده سره پيوستون اعلان کړی او القاعده د داعش له لویو مخالفو ډلو ګڼل کېږي.

یو شمېر څارونکې دې مسئلې ته چې ولې د پاکستاني طالبانو ډلې او داعش په ګډه د دې حملې مسؤلیت اخیستی، د دې ډلو تر منځ په اړیکو کې د داسې پرمختګ په سترګه ګوري چې تر اوسه نه‎دی اعلان شوی.

په پاکستان کې د سولې مطالعاتو د یوه مرکز څیړونکي امیر رانا ویلي، د لشکر جنګوي ادعا زیات وزن لري خو داعش د وسله‌والو عکسونه خپاره کړي دي.

نو د هغه په وینا، د لشکر جنګوي او داعش تر منځ د اړیکو څرنګوالی به په راتلونکو ورځو کې څرګند شي.

XS
SM
MD
LG