د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د حملې مسؤلیت داعش ومانه 


داعش په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د خونړي برید مسؤلیت ومانه، د داعش «اعماق» خبري اژانس خبر ورکړ چې دا حمله د دوی وسله‌والو کړې ده.

تېره شپه کله چې دا برید وشو، څو ساعته وروسته په سیمه کې امنیتي چارواکو تور پورې کړ چې دا حمله له افغانستانه سمبالېده.

داعش وايي، دا حمله د دوی ملګرو کړې.
داعش وايي، دا حمله د دوی ملګرو کړې.

خو د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز وروستی برید په کلکو ټکو غندي، حکومت په دې باور دی چې د ترورېزم پر خلاف مبارزه د سیمې او نړۍ د هېوادونو مشترک مسؤلیت دی، زموږ حکومت تر ټولو زیات د ترورېزم قرباني دی او په دغه لاره کې د هېوادونو رښتینې مبارزه غواړي."

مینه‌پال: افغان حکومت کوټه کې پر پولیسو وروستی برید په کلکو ټکو غندي.
مینه‌پال: افغان حکومت کوټه کې پر پولیسو وروستی برید په کلکو ټکو غندي.

مینه‌پال زیاته کړه چې افغانستان د ترورېستانو تر منځ ښه او بد نه‌ویني او دوی ټول یو رنګ دي.

بل لور ته په پاکستان کې د پوځي چارو کتونکي په دې نظر دي چې په بلوچستان کې بهرنۍ مداخله ګرانه نه‌ده.

بریګیډر سعد د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د پاکستان مخالفان غواړي چې د «سیپک» په نوم د چین پروژې مخه ونیسي، نو په بلوچستان کې بریدونه کوي.

دی وایي:

"حکومت کمزوری دی، بېلابېل ائتلافونه دي، سیاستونه دي، له پولیسو سره هم شل سلنه سیمه ده نوره اتیا سلنه سیمه له پوځیانو سره ده، دلته ترهګرۍ ده او یاغیان دي او بهرنۍ مداخله په بلوچستان کې اسانه ده، بهرنیان غواړي چې په دغه ایالت کې د «CPC» پروژه ناکامه کړي."

په پاکستان کې بیا د حکومت سیاسي مخالفان په دې نظر دي چې حکومت تل دا هڅه کړې چې خپله ناکامي پر نورو واچوي.

حسین: په دې اړه باید تحقیقات وشي.
حسین: په دې اړه باید تحقیقات وشي.

د عوامي نېشل ګوند جګپوړی غړی «میا افتخار حسین» وایي چې د کوټې د پولیسو پر مرکز شوی برید هم همداسې دی.

ښاغلی حسین وايي:

"دا پوښتنه په کار ده چې تر دې ځایه رارسېدل، دومره لوی برید کول او په‌کې بریالي کېدل، زموږ ناکامي ده، په کار ده چې تحقیقات وشي چې ستونزه چېرته ده، د دې پر ځای چې موږ نور هېوادونه ملامته کړو، نو لومړی باید ځان سمبال کړو، که ستونزه نه‌وه، هغه وخت که چا له بهره کاوه هغه به هم معلوم شي."

په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د برید له امله شاوخوا شپېته تنه وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.

د کوټې د پولیسو پر روزنیز مرکز په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې هم بریدونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG