د هند پوځ وايي، د پنجشنبې سهار وختي یې د پاکستاني ترورېستانو د یوې حملې مخه نیولې او درې حمله کوونکي یې وژلي دي.
کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ د لانجو او نښتو په دوام د پنجشنبې په سهار د جمو کشمیر په لنګېټ سیمه کې هندي پوځیانو درې وسلهوال حمله کوونکي وژلي دي.
په لنګېټ کې د هند د پوځ یوه قومندان راجیف ساها رسنیو ته وویل، دغو درې حمله کوونکو چې پاکستاني توکي هم ورسره و، د هندي پوځیانو پر کمپ حمله وکړه خو د پوځیانو د کلکې دفاع له امله له پښو وغورځول شول.
ښاغلي ساها زیاته کړه:
"کېدای شي نور هم و، خو موږ یوازې درې تنه ترورېستان لهمنځه یوړل. نو دا په دې معنی ده چې یوازې درې ترورېستان و او زموږ ممنوعه ساحې ته ننوتلي و. کوم وسایل چې له دوی سره و په هغو پاکستاني نښانونه و نو دوی پاکستاني ترورېستان و."
ښاغلي ساها وویل، په دې اړه تحقیقات روان دي او د یادو حمله کوونکو د نورو ارتباطاتو په اړه به وروسته جزئیات شریک شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس لیکلي دا تازه پېښه په کشمیر کې تېره میاشت د څلورو وسلهوالو لهخوا د ۱۹ هندي سرتېرو له وژلو وروسته کېږي چې د هند او پاکستان تر منځ لانجې یې نورې هم زیاتې کړې.
د اسوشېټېډ پریس په باور په کشمیر باندې هند او پاکستان له کلونو راهیسې سره په نښتو او لانجو اخته دي او یو بل په سیمه کې په ناکراریو تورنوي.
خو د پاکستان صدراعظم نواز شریف بیا په پارلمان کې د وینا پر مهال هند تورن کړ چې په کشمیر کې د ده په خبره د خپلو ظلمونو د پټولو لپاره په پاکستان د تورونو سلسله پيل کړې ده.
نواز شریف زیاتوي:
"هند په کشمیر کې د خپلو ظلمونو څخه د سترګې پټولو په خاطر پاکستان باندې د تورونو د پورې کولو سلسله پیل کړې ده. موږ په ساده الفاظو باندې واضح کړه چې پاکستان امن غواړي او د دې خبره بل هېڅ مطلب نهدی. خو زموږ د خاورې او هېواد په خلاف د هر ډول عمل سخت ځواب ورکول کېږي."
دا په شاوخوا یوه میاشت کې په کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ د نښتو درېیمه پېښه ده چې تازه غبرګونونهیې پارولي دي.
هند او پاکستان د کشمیر په سر دوه واره لویې جګړې کړي چې ګڼ شمېر خلکو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور: صفيالله ستانکزی