د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

نواز شریف: د کشمیر په اړه د پاکستان ټول ګوندونه یو دریځ لري


د پاکستان د وزیر اعظم نواز شریف په مشرۍ ددې هېواد د پارلماني ګوندونو په یوې غونډې کې ددغو ګوندونو مشرانو د کشمیر پر موضوع د مرکزي حکومت د دریځ د ملاتړ اعلان وکړ او په دې لړ کې پر ګډو کوښښونو همغږي شول.

ښاغلي شریف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلماني ګوندونو د مشرانو غونډه ددې لپاره رابللې وه چې د اسلام اباد او ډیلي ترمنځ په تعلقاتو او همداراز د پاکستان او هندوستان پر کنټرول لاین د رامنځته شوي کړکېچ په اړه پکې بحث وکړي.

تر دغې غونډې وروسته په جاري کړی شوې یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پر کنټرول لاین د هندي پوځیانو بریدونه او له اوربنده پرله پسې سرغړونه د سیمې د امن او سلامتۍ لپاره ګواښ دی.

په دغه خپره شوې ګډه اعلامیه کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د وروستي وضعیت په اړه ویل شوي چې په دې سیمه کې د خلکو وژنه د انساني حقونو او د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او ټینګار شوی چې د «سلامتي کونسل» د قراردادونو له مخې کشمیریانو ته باید د خپلواکۍ حق ورکړل شي.

د غونډې ګډونوال همداراز په دې هم یوه خوله شوي دي چې پاکستان به د کشمیر له ولس سره سیاسي او ډیپلوماټیک ملاتړ جاري ساتي.

تر غونډې وروسته د پاکستان د اپوزیسیون پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زداري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ګوند يې د نواز شریف له حکومت سره پر ځینو موضوعاتو پر اختلاف سربېره د کشمیر پر موضوع یوه خوله دی.

عمران خان
عمران خان

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند چې د نواز شریف د حکومت سرسخته مخالف ګوند انګېرل کېږي یوه چارواکي شاه محمود قریشي هم په نړېواله سطح د کشمیر د موضوع د پورته کولو په لړ کې د نواز شریف د حکومت هڅې وستایلې، خو د دې ترڅنګ یې وویل چې په غونډه کې یې حکومت ته د بهرنۍ پالیسۍ د ښه کولو مشوره ورکړه او د کمزورۍ یې ور په ګوته کړي:

"ما وضاحت وکړ او د حکومت چې سیاسي کمزورۍ وې، هغه مې په نښه کړې او ومې ویل چې په کومو کومو برخو کې د حکومت سیاسي ناکامي او کمزورۍ دي او دوی په دې لړ کې کوم اقدامات کولای شول."

د پاکستان او هندوستان تعلقات تر هغې وروسته کړکېچن شول چې وسله والو ترهګرو تر هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځیانو پر یوه کمپ برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ هندي سرتېري یې پکې ووژل.

هندي چارواکو تر دغه برید وروسته ددې مسؤلییت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان د هندوستان تورنه رد کړل او دا یې بې بنیاده وبلل.

همداراز په دې وروستیو کې د هند پوځي مقاماتو ادعا وکړه چې په پاکستاني کشمیر کې یې هدفي بریدونه یا «ستراټیجیک سټرایکز» کړي او ګڼ شمېر ترهګر يې پکې وژلي، خو پاکستان پر خاوره د هند د هدفي بریدونو دعوه په کلکه رد کړې او دا یې بې بنیاده بللې ده.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ پر کنټرول لاین د دواړو هېوادونو سرتېري پر یو بل ډزې هم کوي چې دا لړۍ لا روانه ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG