د لاسرسي لېنکونه

هند وايي، ځواکونو یې هغه درې مشکوک وسله‎وال وژلي دي چې په کشمیر کې یې د هند د پوځ پر یوه پوسته د حملې هڅه کوله.

د هند دفاع وزارت وايي، وسله‎والو هڅه کوله چې نن سهار وختي په کوپوارا سیمه کې یوه پوځي مرکز ته ننوځي خو له یوې درنې نښتې وروسته په شا وتمبول شول.

د هند پوځ وايي په نښته کې هندي سرتېرو ته زیان نه‌دی اوښتی.

تېره میاشت د هند پر یوه پوځي اډه د افراطي وسله‎والو په حمله کې د ۱۹ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان په اړیکو کې سخت کړکېچ رامنځته شو.

له بلې‌خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن هند ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان وسله‎وال ځواکونه به د هند هر راز یرغل ته وړ ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG