د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

هند وايي، پاکستان کشمير کې له اوربنده سرغړونه کړې


هندوستان وايي، سيال هېواد يې پاکستان د جمو او کشمير په نوشهره کې چې د دواړو هېوادونو پر سرحد پرتې سيمې دي، په سختو ډزو او د توپونو په ويشتلو سره د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده.

د هندوستان د دفاع وزارت د عامه اړيکو افسر «منيش مهتا» پرون وويل، د کشمير په «نوشهره» سيمه او درېيو نورو ساحو کې له اوربند نه سرغړونه شوې ده.

دى وايي، که څه هم په دوو ساحو کې ډزې درول شوي، خو په يوه سيمه کې لا هم ادامه لري.

په ورته وخت کې د هند د کورنيو چارو وزير «راجنات سنګهـ» ډاډ ورکړ چې د خپل هېواد ارزښتونه به زيانمنېدو ته پرې نه‌ږدي.

دی وايي:

"زه د خپل هېواد خلکو ته وايم چې موږ به پرې نه‌ږدو چې د هېواد عزت او ارزښتونه مو زيانمن شي، موږ به هېڅکله په هېڅ قيمت د چا په وړاندې په ګونډو نه‌شو."

د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدي سيمو کې روانو شخړو او جګړو ځايي خلک وېرولي دي.

يوه مېرمن «شاهانه» چې په نوشهره کې ژوند کوي وايي، دوى هره ورځ د شخړو او وېرې شاهدان وي.

مېرمن شاهانه وايي:

"له سهاره تر ماښامه، ٢٤ ساعته ډزې روانې وي، تر اوسه پورې پاکستان له اوربند څخه پنځه وارې سرغړونه کړې ده، هر کس وېرېدلى او په کور کې دننه پټ دى، ماشومان هم ژاړي، ډېره پرېشاني ده."

د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ وروسته له هغې پورته شو چې په جولاى مياشت کې د هند امنيتي ځواکونو د بېلتون‌پالو ځوان رهبر «برهان واني» وواژه او پر ياغيانو يې فشارونه زيات کړل.​

ټېلېګراف ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، وروسته له هغې چې په کشمير کې د سپټمبر پر ١٩مه مشکوکو ياغيانو د وسلو او لاسي بمونو په واسطه د هند پر پوځ حمله وکړه او ١۸ هندي سرتېري يې ووژل، هندوستان د پاکستان پولې ته څېرمه د ژورو مور چلونو جوړول پيل کړي او دې مسئلې په اټمي وسلو د سمبالو دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د زياتېدو وېره ولاړه کړې ده.

هندوستان د پاکستان پولې ته څېرمه د ژورو مورچلونو جوړول پيل کړي
هندوستان د پاکستان پولې ته څېرمه د ژورو مورچلونو جوړول پيل کړي

هندوستان ويلي چې د خپلو وژل شويو سرتېرو غچ به اخلي.

خو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې يو ځايي اوسېدونکي محمد لطيف چې کروندګر دى، وايي د پاکستان د پوځ تر څنګ ولاړ دي.

دی زیاتوي:

"موږ له پوځ سره يو، اوږه په اوږه‌يې تر څنګ روان يو، موږ به ونه‌وېرېږو او نه ډارېدلي يو، موږ هر وخت د دوى يعنې هنديانو په وړاندې جنګ ته تيار يو."

په کشمير سرحدي سيمه کې چې هندوستان او پاکستان‌يې د مالکيت دعوا لري، تر ١٤ کلنې جګړې وروسته، په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې اوربند نافذ شو.

د ١٩ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته څو څو وارې د دواړو هېوادونو پوځيان په خپلو کې په جګړه اوښتي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان په وار-وار ملامتي پر هندي پوځيانو اچولې ده.

له ١٩٤٧میلادي کال راوروسته هندوستان او پاکستان په خپلو کې درې جګړې کړي چې دوه‌يې د کشمير پر سر وې.

XS
SM
MD
LG