د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

خېبر ايجنسۍ کې د پاکستان هوايي ځواک جنګي الوتکه لوېدلې


افغان پولې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک يوه جنګي الوتکه غورځېدلې او پيلوټ په‎کې وژل شوى دى.

د پاکستان هوايي ځواک چارواکو د شنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې په دې اړه ويلي چې د شنبې په ورځ د خېبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې د هوايي ځواک يوه جنګي الوتکه "ايف سېون جي پي" رالوېدلې چې په نتيجه کې یې د الوتکې پيلوټ ليفټننټ عمر شهزاد مړ شوى دى.

چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې ځايي ابادۍ او ملکي وګړو ته د اوښتي ځاني زيان په اړه‌يې راپورونه نه‌دي ترلاسه کړي.

که څه هم د هوايي ځواک چارواکي د دې پېښې لامل تخنيکي خرابي ښيي، خو زياتوي چې د الوتکې د غورځېدو په اړه‌یې پلټنې پيل کړي او د دې لپاره‌يې يوه کمېټه هم جوړه کړې ده.

دا لومړى ځل نه‎دى چې د پاکستان جنګي الوتکه غورځېږي او پيلوټ‌يې په‎کې وژل کېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي او ګڼ شمېر پاکستاني پيلوټانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د تېر کال په نوومبر کې د پنجاب ايالت په ميانوالۍ ولسوالۍ کې هم د هوايي ځواک همدا ډول جنګي الوتکه غورځېدلې وه چې په نتيجه کې يې د دغې الوتکې ښځينه پيلوټه "مريم مختار" وژل شوې وه.

د يادونې وړ ده چې مريم مختار د پاکستان د هوايي ځواک لومړۍ ښځينه پيلوټه وه چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG