د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

مینه پال: د پاکستاني هلیکوپټرې قضیه د یوه پلاوي لخوا څېړل کېږي


افغان حکومت د لوګر په ازره کې د یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې او د اوو تنو سپرلیو د یرغمل کېدو په درییمه ورځ هم نه ده تایید کړې چې دا دې هماغه هلیکوپټره وي چې دوی ورته د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو اجازه ورکړې وه کنه؟

په ازره کې د پاکستاني هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې، پرې د طالبانو د برید او د الوتکې د عملي د برمته کېدو په اړه، لا هم افغان حکومت خپل وروستی دریځ نه دی اعلان کړی.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغانستان له فضا څخه ازبکستان ته د روسیې یوې فابریکه کې د ترمیم لپاره د یوې"MI-17 ډوله" هلیکوپټرې د تېرېدو غوښتنه کړې وه او د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د دې غوښتنې په اساس د هلیکوپټرې د مشخصاتو په ثبت سره یوازې د ترمیم لپاره د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

خو افغان چارواکي وايي، دوی تر اوسه نه ده معلومه کړې چې ایا په لوګر کې له پېښې سره مخ شوې هلیکوپټره هماغه ده چې دوی اجازه ورکړې کنه؟

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، د شنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني پر دې مسلې په یوې امنیتي غونډې کې په وروستیو معلوماتو بحث وکړ.

ښاغلي مینه پال په دې امنیتي غونډه کې د شویو پریکړو په اړه وویل:

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

"یو پلاوی وګومارل شو چې د بېړنۍ ناستې په ګډون د دې قضیې د بېلابېلو ابعادو د ارزونې په خاطر او دا چې ایا د هلیکوپترې مشخصات "MI-17 ډوله" په تقاضانامه کې درج او په اجازه نامه کې تسجیل شويو مشخصاتو سره مطابقت لري که نه، غونډې همدارنګه کمېټه موظفه کړه چې په دې هکله موجوده قوانین، مقررات او طرزالعملونه د احتمالي خلاو د رفعه کولو په موخه وارزوي او د دغسې پېښو د تکرار د بشپړ مخنیوي په موخه د کابینې تقنین کمېټې ته جامع طرحه، وړاندې کړي."

د ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې افغان دولت په دې هکله د روانو څېړنو تر نتیجې د ډيپلوماتیکو اقداماتو نیولو لپاره خپل حق خوندي ساتي.

بل خوا د پاکستان د پوځ ویاند، عاصم باجوا هغه اوازې رد کړي چې ګوندې په الوتکه کې په سپرو کسانو کې، د پاکستان د پوځ د لوی درستیز خپلوان شامل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند، عاصم باجوا
د پاکستان د پوځ ویاند، عاصم باجوا

ښاغلي باجوه د ټویټر له لارې ویلي:

"د پنجاب د حکومت د هغې هلیکوپټرې د سپرو د هویت په اړه چې د افغانستان په لوګر کې یې بېړنۍ ناسته کړې، اوازې خپرې شوې دي، خو د یرغمل شويو کسانو څخه یو یې هم د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره تړاو نه لري او په دې برخه کې ټولې اوازې بې بنسټه دي."

باجوا ویلي چې د برمته شویو کسانو ژوند ورته ډېر قیمتي او د دوی د خوندې راستنولو لپاره به ټولې هڅې تر سره شي.

د پاکستان د پوځ دې ویاند تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته د یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره د هر ډول هڅو ډاډ ورکړی.

بل خوا د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې هلیکوپټر کې د یو برمته شوي روسي د خوشې کولو لپاره ټولې هڅې کوي، خو ښايي د نوموړي خوشې کېدل ډېر وخت وغواړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

ضمیر کابلوف د مسکو یوې راډیو ته ویلي، دا د پاکستاني چارواکو مسولیت دی چې باید د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هڅو کې مخکې شي، ځکه په برمته شویو کې شپږ تنه پاکستانیان شامل دي او د کابلوف په وینا روسي لارښود یوازې د الوتکې پرواز تنظیموه.

یو شمېر افغان څارونکې د افغانستان له فضا ازبکستان د ترمیم لپاره له اوو سپرو سره د یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې سفر، بیا په لوګر کې بېړنۍ ناسته، پرې د طالبانو سمدستي برید او د سپرو یرغمل کول، یو داسې معما ګڼي چې ښايي ګڼ اړخونه یې تر اوسه عامو خلکو ته نه وي څرګند.

XS
SM
MD
LG