افغان پولې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک يوه جنګي الوتکه غورځېدلې او پيلوټ پهکې وژل شوى دى.
د پاکستان هوايي ځواک چارواکو د شنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې په دې اړه ويلي چې د شنبې په ورځ د خېبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې د هوايي ځواک يوه جنګي الوتکه "ايف سېون جي پي" رالوېدلې چې په نتيجه کې یې د الوتکې پيلوټ ليفټننټ عمر شهزاد مړ شوى دى.
چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې ځايي ابادۍ او ملکي وګړو ته د اوښتي ځاني زيان په اړهيې راپورونه نهدي ترلاسه کړي.
که څه هم د هوايي ځواک چارواکي د دې پېښې لامل تخنيکي خرابي ښيي، خو زياتوي چې د الوتکې د غورځېدو په اړهیې پلټنې پيل کړي او د دې لپارهيې يوه کمېټه هم جوړه کړې ده.
دا لومړى ځل نهدى چې د پاکستان جنګي الوتکه غورځېږي او پيلوټيې پهکې وژل کېږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي او ګڼ شمېر پاکستاني پيلوټانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې د تېر کال په نوومبر کې د پنجاب ايالت په ميانوالۍ ولسوالۍ کې هم د هوايي ځواک همدا ډول جنګي الوتکه غورځېدلې وه چې په نتيجه کې يې د دغې الوتکې ښځينه پيلوټه "مريم مختار" وژل شوې وه.
د يادونې وړ ده چې مريم مختار د پاکستان د هوايي ځواک لومړۍ ښځينه پيلوټه وه چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوه.
راپور: ذبيح مومند