د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

مسؤلین: سبا "پنجشنبه" حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا مسؤلان او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر وايي چې سبا پنجشنبه به د دواړو لورو، حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک متن له پنجشنبې وروسته نهايي متن حسابېږي.

دا څرګندونې د سولې عالي شورا مرستیال او له حزب اسلامي سره د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وکړې.

ښاغلی سلیم وايي، دغه تفاهم‎لیک به د پنجشنبې په ورځ د هغه او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس امین کریم تر منځ په کابل کې لاسلیک شي.

عطاالرحمن سلیم
عطاالرحمن سلیم

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"ان‌شاءالله توافقنامه وروستۍ شوې، د دواړو مرکچي ټیمونو تر منځ به لاسلیک شي او نور کسان به هم لاسلیک وکړي، ان‌شاءالله د توافقنامې متن به سبا له لاسلیک وروسته، د دواړو لورو له‎خوا وروستی متن وګڼل شي."

ښاغلی سلیم وايي، دغه تفاهم‎لیک به په وروستیو پړاونو کې د سولې عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګېلاني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له‎خوا لاسلیک او ورپسې به د افغان ولسمشر له لوري هم ورباندې لاسلیک وشي.

هغه زیاته کړه، د دې توافقنامې له وروستي لاسلیک وروسته به افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز وکړي چې د ښاغلي حکمتیار نوم له تور لېسته وباسي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تفاهم‎لیک ۲۵ مادې لري.

په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس محمد امین کریم ازادي راډیو ته تائید کړه چې دغه تفاهم‎لیک به د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شي.

خو نوموړی وايي چې هوکړه‌لیک به د سولې د عالي شورا له رئیس او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره لاسلیک کړي.

د ګلبیدن حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس محمد امین کریم
د ګلبیدن حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس محمد امین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"هوکړه‎لیک به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو لاسلیک شي، ښاغلی پیر سید احمد ګېلاني زه او اتمر صیب به دغه هوکړه‌لیک لاسلیک کړو."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي هوکړې ته د دواړو خواوو له رسېدو هرکلی کوي او هیله ښيي چې دغه بهیر دوام وکړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل:

"په دې ورځو کې د افغانستان د جګړې له یوه اړخ سره د سولې د پروسې له بشپړولو او قریب‌الوقوع هوکړې څخه هرکلی کوو او هیله لرو چې دغه لړۍ دوام وکړي."

که څه هم افغان ولسمشر له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک لاسلیک په افغانستان کې د جنګ د کموالي په برخه کې ګټور بولي، خو د سیاسي چارو افغان کارپوه فدا محمد نظري وايي چې حزب اسلامي په طالبانو دومره نفوذ نه‌لري چې هغوی سولې ته وهڅوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG