د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

رادمنش: هند له افغان ځواکونو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، هند ژمنه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هوايي تجهیزاتو او د پیاده ځواکونو د ضرورت په برخه کې به همکاري کوي.

د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د دفاعي ځواکونو د ضرورتونو لیست یو ځل بیا له هندي چارواکو سره شریک شوی دی.

رادمنش:د دفاعي ځواکونو د ضرورتونو لیست یو ځل بیا له هندي چارواکو سره شریک شوی.
رادمنش:د دفاعي ځواکونو د ضرورتونو لیست یو ځل بیا له هندي چارواکو سره شریک شوی.

هغه زیاته کړه:

"له افغانستان سره د هند مرستې د ځواکونو د روزنې او د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې دي او ژمنه یي کړې چې په راتلونکې کې به هم مرسته کوي."

د افغانستان لوی درستیز د تېري سې شنبې په ورځ د پوځي همکاریو د جلب لپاره هند ته ولاړ.

د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم
د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم

​په ورته وخت کې ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې ولسمشر غني به په نږدې راتلونکې کې هند ته سفر وکړي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه کړې وه چې په پوځي برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

د افغانستان حکومت د خپلو پوځي ځواکونو د تجهیز او سمبالښت لپاره له یوشمېر هېوادونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي چې یو یې هم هندوستان دی.

د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د۲۰۱۱میلادی کال د اکتوبر په میاشت کې لاسلیک شو چې له مخې یې هند له افغانستان سره په سیاسي او امنیتي برخو کې مرستو ته ژمن دی.

روان میلادي کال هند له افغان هوايي ځواک سره د درېیو جنګي هلیکوپټرو مرسته وکړه.

افغان حکومت تل له هنده غوښتي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تجهیز اوسمبالښت کې ورسره پوره مرسته وکړي، خو داچې دا مرستې څومره ګټورې دي په اړه یې د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وايي له افغانستان سره د هند مرستې له دوو اړخونو مهمې دي، یو دا چې هندي وسلې له روسي وسلو سره ورته والی لري او بله دا چې افغان ځواکونه یې له کارونې سره بلد دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې له افغانستان سره دهند مرستې څومره د اسلام اباد اندېښنې را پارولای شي.

د پوځي چارو افغان کارپوه عبدالهادي خالد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د پوځي چارو افغان کارپوه عبدالهادي خالد
د پوځي چارو افغان کارپوه عبدالهادي خالد

"که پاکستان جګړه ودروي، موږ د هېڅ هېواد مرستوته ضرورت نه لرو له هغې پرته د افغانستان حکومت حق لري چې ددغه جنګونو پر وړاندې چمتوالی ونیسي او د خپلې بقا لپاره ځان مجهز کړي."

ښاغلی خالد زیاتوي چې له تروریزم سره په مبارزه کې ضروري ده چې نړۍ او د سیمې هېوادونه مساویانه ونډه واخلي او که چېرته د تروریزم ریښې ونه اېستل شي سیمه او نړۍ به هم خوندي نه وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG