د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

ابدالي: هند د پوځي مرستو په اړه افغان پلاوي ته مثبت ځواب ورکړی


د افغانستان لوی درستيز قدم شاه شهيم هندوستان ته تللی او د سې شنبې په ورځ یې د دغه هېواد له لوی درستيز او يو شمېر نورو پوځي لوړپوړو چارواکو سره وليدل.

په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي، د دغو ليدنو پر مهال افغان لوري يو شمېر غوښتنې مطرح کړې چې د هندوستان له لوري ورته ډېر مثبت ځواب وويل شو.

شيدا محمد ابدالي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم د سې شنبې په ورځ هندوستان ته سفر وکړ.

د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم
د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم

ابدالي زیاته کړه چې ښاغلی شهيم د هندوستان حکومت ته د هغو وسلو فهرست وړاندې کړ چې افغانستان يې غوښتنه کوي چې د ابدالي په وينا، هندوستان ورته ډېر مثبت ځواب ويلی دی.

هغه زیاته کړه:

"د دې سفر پر مهال د ايم آی پنځويشت الوتکو په اړه خبرې وشوې، هغه څلورمه ايم آی پنځويشت هليکوپټر چې پاتې ده هغه به ډېر ژر ته وسپارل شي، بله مهمه موضوع چې د رسمي ناستې په ترڅ کې مطرح شوه، دا ده چې په افغانستان کې ځيني الوتکې ايم آی اوولس او همداسي ايم آی پنځه دېرش او نورې روسي جوړ الوتکې له پخوا په افغانستان کې شته او له فعاليته لوېدلي دي، له هند څخه غوښتنه وشوه چې د دغو الوتکو په ترميم کې له موږ سره مرسته وکړي او د ترميم يو ورکشاپ په افغانستان کې جوړ کړي."

ښاغلي ابدالي زياته کړه چې د دې غوښتنو په ځواب کې هندوستان ویلي چې ډېر ژر به يو تخنيکي پلاوی کابل ته ولېږي او د نويو الوتکو غوښتنې ته یې هم مثبت ځواب ويلی دی.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزير اشټون کارټر او د ده هندي سيال منوهر پريکار د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې سره ولیدل او د افغانستان د وضعیت په اړه يې خبرې وکړې.

د امریکا او هندوستان د يادو چارواکو په ګډه اعلاميه کې راغلي چې دوی په خپلو خبرو کې نوي ډلي ته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وروستي سفر په اړه هم يادونه وکړه.

نيکولسن د روانې مياشتې په لومړيو کې هندوستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له حکومته يې له افغانستان سره د نورو وسلو د مرستو غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ده جان کري د هندوستان له ولسمشر ناریندرا مودي سره د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړي او افغانستان به يې هم د خبرو د اجنډا برخه وي.

ښاغلي ابدالي همداراز زياته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د روانو غونډ په چوکاټ کې د هندوستان يو لوړپوړی پلاوی افغانستان هم ته سفر وکړي.

په داسي حال کې چې امریکايي او هندي چارواکي د افغانستان او هندوستان تر منځ د ښو روابطو او نظامي مرستو په اړه خبرې کوي، د راپورونو له مخې دا حقيقت پاکستان ته د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

د هندوستان چاپ ورځپاڼې دي هندو مديره او د سيمه یېزو سياسي چارو کارپوه سوهاسیني حيدر وايي، له افغانستان سره د هندوستان د نظامي مرستو په اړه د امریکا چلند په دې وروستيو کې تغير کړی دی.

نوموړې زیاته کړه:

"پخوا امریکا هندوستان له افغانستان سره له نظامي مرستو منع کاوه ځکه فکر یې کاوه دا به د پاکستان له خوا کلک عکس العمل راوپاروي، هر ځل چې هندوستان له افغانستان سره نظامي مرستې زیاتې کړي دي، له تروريستي حملو سره مخامخ شوی دی او هندوستان هم له د هر ډول مرګونو وسلو له ورکولو ډډه کړې ده، خو په ډسمبر مياشت کې دا هر څه بدل شول او هندوستان له افغانستان سره د څلورو هليکوپترو د مرستې پرېکړه وکړه، په راتلونکو څو مياشتو کې به واورو چې هندوستان له افغانستان سره کومې نورې مرستې کوي."

خو مېرمن حېدر زياتوي چې هندوستان په ښکاره ويلي چې په افغانستان کې د پوځي رول لپاره د امریکا اجازې ته اړتيا نه لري.

د پاکستان او سيمې د سياسي چارو کارپوه او د امریکا د فلوريډا پوهنتون استاد محمد تقي هم په دې باور دی چې د هندوستان او افغانستان د اړیکو په اړه د امریکا سیاسي دريځ تغير کړی دی.

دی وايي:

"د پاکستان او امریکا په اړيکو کې چې کوم تریخوالی په دې وروستیو کې راغلی دی، دوه کاله مخکې وضعيت داسي نه وو، په ځانګړې توګه په کابل کې چې پر امريکايي پوهنتون برید وشو، له هغه سره نور هم د امريکا په دريځ کې بدلون راغلی دی."

ټاکل شوې ده د هندوستان له ولسمشر ناريندرا مودي سره د جان کري د ليدنې پر مهال به د کشمير په اړه هم خبرې وشي او جان کري به له هندوستانه غوښتنه وکړي چې د کشمير په اړه له پاکستان سره خبرو ته کېني.

خو ښاغلی تقي وايي چې د کشمير نوم سمبولیکي ياد شوی دی او هندوستان به دا غوښتنه ونه مني ځکه هندوستان وايي، کشمير يې د خاورې برخه ده.

XS
SM
MD
LG