د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي حل‌لارې وڅېړل شوې


د افغانستان علومو اکاډمۍ د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو په برخه کې، د حکومت پر څو کلنو کړنو انتقاد وکړ.

دا اکاډمي وايي چې جنګ، بې‌وزلي، کډوالي او داسې نور د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي لاملونه دي.

د دې اکاډمۍ مسؤلینو د یکشنبې په ورځ د "زور زیاتی او پر ټولنه‌يې رواني اغېزې" تر نامه لاندې یوه علمي ناسته جوړه کړې وه.

دوی ویل هدف‌یې دا دی چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي ورکولو ته علمي لارې په ګوته او کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيسې ثریا پوپل
د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيسې ثریا پوپل

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئيسې ثریا پوپل د جوړې شوې ناستې په پاې کې ازادي راډیو ته وویل:

"دغه سیمینارونه کولای شي لاملونه او حل‌لارې څرګندې کړي خو زیات کار ته اړتیا شته. حکومت کولای شي په دې برخه کې همکاري وکړي. خو کافي به نه‌وي. له همدې امله د علومو اکاډمۍ پلان لري چې په ۱۰ کلنو ستراتیژیکو پلانونو کې د زور زیاتي د له‎منځه وړلو پروژې ترتیب کړي څو ښځو او ماشومانو سره مرسته وشي."

په وروستیو کلونو کې افغان ښځې او ماشومان د زور زیاتي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په باور، سږ کال دغه ستونزه د تېرو کلونو په پرتله، زیاته شوې ده.

یاد کمېسیون په دې برخه کې شمېرې نه‌دي اعلان کړي خو په غور ولایت کې د ریحانې په نوم له یوې نجلۍ سر پرې کول او یوه ۶۰ کلن سړي ته د یوې شپږ کلنې نجلۍ نکاح کول، له ښځو سره د تاوتریخوالي تازه بېلګې دي.

بل‎خوا ځیني استادان او ارواپوهان وايي، دا ډول سیمینارونه او شعارونه د ښځو او ماشومانو سره زور زیاتی نه‎شي کمولای، بلکې حکومت ته په‎ کار ده چې په دې برخه کې عملي کارونه پیل کړي.

د دې استادانو له ډلې عبدالمنان حقیار وايي، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي د له‌منځه وړلو په نامه باید پروژې ترلاسه نه‎شي.

ښاغلي حقیار زیاته کړه:

"حکومت باید هڅه وکړي څو په هر دلیل چې وي، فیزیکې زور زیاتی کم کړي. متخصصین څېړني کوي خو اړوند ارګانونه څنګه کولای شي چې دا خلکو ته ورسوي، څو چې موږ زمینې برابرې نه‌کړو، هر څومره لګښتونه چې وکړو، بې ګټې به وي."

حقیار په دې نظر دی چې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو په نامه پروژه‌یي ګټې به په یاده برخه کې ستونزې راکمې نه بلکې نورې هم زیاتې کړي.

دی وړاندیز کوي چې د ستونزې د له‎منځه وړلو لپاره دوامداره کار او پراخې او جدي مبارزې ته اړتیا ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG