د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو په وړاندې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.

د دې کمېسیون چارواکي وايي، په دې وروستیو کې په پرله‌پسې ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځینې پېښې په بې‌ساري توګه ډېرې زړه بوږنونکې وې.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع‌الله بیدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قانون نه‌حاکمیت، پر حکومت د خلکو بې‌باوري او ناامني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

بیدار ناامني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه یادوي.
بیدار ناامني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه یادوي.

ښاغلی بیدار زیاتوي:

"ناامنۍ او د خلکو نه‌خوندیتوب، له سیمو څخه بې‌ځایه کېدل، د حکومت په ژمنو د خلکو بې‌باوري او د تاوتریخوالي د عاملینو ازاد ګرځېدل او د قانون نه‌حاکمیت هغه څه دي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یې زیات کړی دی."

سره له ‎دې چې ښاغلي بیدار د ښځو په وړاندې د روان تاوتریخوالي د پېښو د دقیقو ارقامو په اړه جزئیات ورنه‌کړل خو د نوموړي په وینا تر هغې چې افغان حکومت د تاوتریخوالي عاملین مجازات نه‌کړي نو دا ډول پېښې به ورځ تر بلې زیاتې شي.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ بېلګه په غور کې د ریحانې په نوم د یوې اتلس کلنې نجلی وژل کېدل دي چې جسد یې د پنجشنبې په سهار روغتون ته انتقال شوی.

تر دې دوه ورځې مخکې یعنې همدا اوونۍ په هرات ولایت کې یو سړي خپله خواښې او مېرمن په ‌‌ډزو وویشته او تر هغې یوه ورځ وړاندې بیا په بغلان ولایت کې یو کس خپله طلاقه شوې مېرمن د خلکو په مخکې په چاړو ووژله.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې له تاوتریخوالو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا دا نه‌مني چې ګنې په روان کال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی وي.

د دغه وزارت د حقوقو برخې مشرې عزیزې عدالت‌خواه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زه دا موضوع چې ویل کېږي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي دي ردوم، ځکه کومې پېښې چې د ښځو چارو په وزارت کې ثبت شوې دي د روان لمریز کال له پیله تر اوسه ۱۴۶۴ قضیې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې تقریباً پنځه زره قضیې له موږ سره ثبت شوې وې، د پېښو شمېر زیات شوی نه‎دی بلکې د خلکو عامه پوهاوی ډېر شوی."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا دا نه مني چې ګنې په روان کال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوي وي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا دا نه مني چې ګنې په روان کال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوي وي.

مېرمن عدالت‌خواه همدارنګه وویل، فاریاب، جوزجان، هرات، غزني، تخار، غور، بدخشان هغه ولایتونه دي چې په روان لمریز کال کې په‎کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یادې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت همدارنګه ټينګار کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري او هیله‌من دي چې یادې پېښې کمې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG