د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د روان کال په ۶میاشتو کې، بشري حقونه په پراخه پیمانه نقض شوي


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې بشري حقونه په پراخه پيمانه نقض شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدارله ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې په ځينو ولایتونو کې د مخالفینو پرضد د وسله والو ډلو جوړول د بشر د حقونو د نقض چاپیریال رامنځته کوي.

نوموړي په جګړوکې د ملکیانو مرګ ژوبله، د ښځو او ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کول، فساد او د قانون نه مراعتول په دغه موده کې د بشري حقونو د نقض له عمده مواردو څخه وبلل.

د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د روان میلادي کال په لومړې نیمایي کې افغانستان د بشري حقونود نقض له پلوه د زیاتو پيښو شاهد و.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدارازادي راډیوته وویل، سږکال نه یوازې دا چې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې د پخوا په نسبت په دې برخه کې ستونزې لا ډيرې شوي دي.

د ښاغلي بیدارپه خبره په وروستیو کې ځيني نور فکټورونو هم رامنځ ته شوي چې د بشري حقونو د نقض لپاره ناسم چاپیریال رامنځ ته کوي:

((د بشري حقونو د وضعیت په لحاظ یو څو نوي فکټورونه دي چې ډیربد ماحول جوړوي.

یعنې د ټوپک او ټوپک د عنصرپه اندازکې چې په ځينو ولایتونو کې اوس هم وسله ویشل کیږي یا خلک مسلح کیږي په دې نامه باندې چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره مبارزه کوي، دا د بشري حقونو د احقاق لپاره ډیرښه ماحول نه جوړوی.))

نوموړي زیاته کړه چې لاهم په افغانستان کې له قانونه د تیښتې ستونزه په خپل حال پاتې ده او د قانون ماتونکي هغو سیمو او زور واکه ډلو ته پناه وروړي چې هلته د دولت حاکمیت کمرنګه وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیوچارو وزارت هم په خپل وروستي راپورکې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړ بللی و.

په راپورکې د وسله والو مخالفینو له خوا پرملکي وګړو حملې او د دولتي کسانو وژنه، له زندانیانو سره ناوړه چلند، ټولنیزتبعیض او د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی په دغه کال کې د عمده ستونزو په توګه یاد شوي و.

په راپورکې دغه راز راغلي و چې په ځای پرځای شویو ماینونو، انتحاري او موټر بم حملو کې د ملکي وګړو او افغان ځواکونو وژنه په دغه کال کې له جدي ستونزو څخه و.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې په تیرمیلادي کال کې په افغانستان کې شاوخوا لس نیم زره ملکي وګړې وژل شوي او ټپيان شوي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپورکې د زیاتره تلفاتو مسولیت وسله والو مخالفینو ته راجع شوی و.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په راپورکې په انتحاري حملو کې د وسله والو مخالفینو له خوا له ماشومانو څخه کار اخیستنه د تیر کال بله جدي ستونزه بلل شوې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وایي چې د سږ میلادي کال په لومړی نیمایې کې هم دا ستونزې وې او د تیر په پرتله زیاتي شوي هم دي.

دی زیاتوي چې لاهم ښځې او ماشومان په افغانستان کې د جګړو لومړني قربانیان دي او د مخالفینو تر څنګ، ملیشه ځواکونو او سیمه ییزو پولیس هم په خپلو لیکو کې ماشومان استخداموي او له هغوی څخه کار اخلي.

نوموړي په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال په تیرو څو میاشتو کې د بشري حقونو پر وړاندې شته ځینو ستونزه ته داسې اشاره وکړه:

((اوس هم په دې لحاظ باندې چې د خلکو امنیت ته ګواښ په جیګه پيمانه موجود دی، اوس هم ډیری کسان د جنګ او نورو وجوهاتو له امله دننه په افغانستان کې په کډوالۍ کې ژوند کوي او بې ځایه شوي دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اوس هم لوړ ارقام جوړوي او په شدیدو حالاتو کې پيښیږي او د امنیت د نه شتون له امله یې مسببان او عاملان اوس هم ډیری ازاد ګرځي.))

ښاغلي بیدارسره له دې چې د ملکیانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د مراعتولو لپاره د ملي وحدت حکومت ځيني اقدامات وستایل خو انتقاد یې وکړ، چې په حکومت کې د ځينو مشکلاتو له وجې دې برخې ته زیاته پاملرنه نه کیږي.

XS
SM
MD
LG