د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

روښنايۍ غورځنګ افغان حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ


د روښنایي غورځنګ غړو حکومت ته پنځلس ورځې وخت ورکړ چې یو وار بیا د دوی غوښتنې ومني.

یاد غورځنګ یو وار بیا د بامیان او میدان وردګو له لارې له ترکمنستان نه د پنځه سوه کېلو ولټه برېښنا مزو پر غځولو ټينګار وکړ.

د دغه غورځنګ غړي محمد عارف رحماني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دهمزنګ پېښې تر څلویښتمې پورې د حکومت ځواب ته په تمه دي.

هغه زیاته کړه:

"که د ملي وحدت حکومت د روښنایي میدان د شهیدانو تر څلوېښتمې، دغه برحقه غوښتنه ونه‌مني، روښنایۍ غورځنګ به تر پخوا لا په جدیت سره خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي."

د روښنایۍ غورځنګ له حکومته غواړي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د پنځه سوه کېلو ولټه مزو د تېرولو پر پرېکړې له سره کتنه وکړي او دا مزي د بامیانو له لارې تېر کړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وایي، حکومت د مرکزي ولایتونو لپاره د برېښنا د برابرولو هوډ لري او د حکومت پرېکړه به په خپل حال پاتې شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

هغه زیاته کړه:

"د مرکزي سیمو اصلي غوښتنه برېښنا وه، حکومت پرېکړه وکړه چې د دوی له غوښتنو سره سم به ورته کافي برېښنا په نظر کې ونیول شي، دا کار شوی دی او دا د حکومت وروستۍ پرېکړه ده."

د اسد په دوهمه نېټه د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې د روښنایۍ غورځنګ غړو پر مظاهرې انتحاري حمله وشوه چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په‌کې ۶۶ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د روښنایي غورځنګ د غړیو پر مظاهرې د میزان میاشتې په دوهمه نېټه د کابل په دهمزنګ کې انتحاري برید وشو.
د روښنایي غورځنګ د غړیو پر مظاهرې د میزان میاشتې په دوهمه نېټه د کابل په دهمزنګ کې انتحاري برید وشو.

د دغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

اوس د روښنایۍ غورځنګ غړي حکومت د دغې پېښې مسؤل بولي او وایي چې باید یو بې‌طرفه کمېسیون دا پېښه وڅېړي.

افغان حکومت بیا د پېښې څېړنې ته د لوی څارنوال په مشرۍ د حقیقت موندنې کمېسیون وټاکه او وایي، هر هغه څوک چې په دغې پېښه کې بې‌پروایي کړې وي، مجازات به شي.

د روښنایۍ غورځنګ غړي وایي، د دوی د غوښتنو د نه‌منل کېدو په صورت کې به د دوی د راتلونکو اقداماتو جزئیات تر ټاکلې نېټې وروسته اعلان شي.

اوس به وکتل شي چې د دغه غورځنګ راتلونکي اقدامات به څه وي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG