د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

یلدریم: امریکا دې فتح الله ګولین انقرې ته وسپاري


د ترکيې حکومت په رسمي توګه له متحده ایالاتو وغوښتل چې په دغه هېواد کې میشت ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولین انقرې ته وسپاري.

د ترکيې صدراعظم بن علي یلدریم نن وویل، له امریکا يې په رسمي ډول غوښتي چې فتح الله ګولین انقرې ته وسپاري.

یلدریم وویل، ترکیه به د کودتا په وروستۍ ناکامه هڅه کې د ګولین د لاس لرلو په اړه متحده ایالاتو ته لازم اسناد او شواهد وړاندې کړي.

د ترکيې صدراعظم پر متحده ایالاتو تور پورې کړ چې له ترورېزم سره په مبارزه کې دوه مخیز چلند کوي.

نوموړي دا ډاډ هم ورکړ چې د کودتا په هڅه کې د لاس لرولو په تور نیول شوو کسانو سره به له قانون سره سم چلند وشي:

"یوه خطا په بلې خطا نه سمیږي، ترکیه د قانون دولت دی.موږ له خپل قانون سره چارې پر مخ وړو. کومو کسانو چې غلط عمل کړی له قانوني سیستم سره به مخ کیږي.قانون به په هر حال عملي کیږي."

بل لور ته ملګروملتونو پر ترکيې غږ کړی چې د کودتا په تور له نیول شوېو کسانو سره د قوانینو او بشري حقونو په رڼا کې چلند وکړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وايي چې امریکا باید د فتح الله ګولین په شان تروریست ونه ساتي او باید نوموړی انقرې ته وسپاري.

له امریکايې تلویزون سره په تازه مرکه کې ولسمشر اردوغان ویلي ترکیه او امریکا په خپلو کې د مجرمانو د تبادلې تړون لري او د هغه په خبره حتې که ګولین امریکايي هم وي باید ترکيې ته وسپارل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري تر دې مخکې ویلي وو چې د ترکيې پر دې غوښتنه به غور وکړي خو هغه دا هم په ډاګه کړې وه چې ترکیه باید داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې وښيی ګولین د امریکا د قوانینو خلاف عمل کړی او د اردوغان پر ضد د کودتا په هڅه کې يې لاس لرلی دی.

بل لورته ۷۵ ګلن فتح الله ګولین یو ځل بیا د ترکيې د حکومت پر ضد د کودتا په هڅه کې خپل لاس لرل رد کړي او باور يې څرګند کړی دی چې متحده ایالات به يې ترکيې ته ونه سپاري.

فتح الله ګولین ویلي امریکا د قانون هیواد دی او دی فکر نه کوي چې واشنګټن به داسې غوښتنې ته چې نوموړي غیر قانوني بللی، توحه وکړي.

فتح الله ګولین ویلي امریکا د قانون هیواد دی.
فتح الله ګولین ویلي امریکا د قانون هیواد دی.

ګولین چې د رجب طیب اردوغان د حکومت سخت سری مخالف دی ویلي دی د اردوغان د حکومت ددغه شان غوښتنو پروا نه کوي د هغه په خبره یو ورځ مړ کیږي هغه که په بستر کې وي او یا په زندان کې .

د ترکيې حکومت د شنبې د شپې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته زرګونه پوځې او ملکي چارواکي نیولي او شاوخوا ۹ زره مسولان يې له دندو لرې کړي دي.

د ترکې د کودتا د ناکامې هڅې په نتیجه کې شاوخوا درې سوه کسان چې سرتیري ،پولیس او ملکیان په کې شامل دي ،وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG