د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د ترکیې ناکامې کودتا کې د ښکېلو کسانو نیول دوام لري


ترکي مطبوعات نن د دې هېواد د حکومتي چارواکو په حواله د سمندري او ځمکنیو قواوو د لږ تر لږه ۱۰۳ جنرالانو د نیولو خبر ورکوي.

دا کسان په ترکیه کې له وروستۍ ناکامې کودتا سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلو خلکو سره ژمنه کړې چې د ده په وینا د "پاک کارۍ عملیات" به جاري وي، رپوټونه وايي چې په دې بهیر کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ نیول شوي دي.

اردوغان پرون په استانبول کې وویل چې ټولې دولتي ادارې به په امریکا کې د مېشت مذهبي مشر فتح‎الله ګولن د پلویانو له "ویروسه " پاکې کړي.

انقره پر ګولن تور لګوي چې د جمعې په شپه‎ېې د اردوغان د حکومت پر ضد د کودتا په پلان کې لاس درلود.

د ترکیې حکومت پرون وویل، له امریکا به د ګولن د اېستلو غوښتنه هم وکړي، خو ګولن د رژیم پر ضد ناکامه کودتا غندلې او په دې کې يې خپل رول رد کړی دی.

اردوغان: په ډیموکراسیو کې هر هغه څه چې خلک غواړي، ترسره کېږي.
اردوغان: په ډیموکراسیو کې هر هغه څه چې خلک غواړي، ترسره کېږي.

ولسمشر اردوغان پرون د یو شمېر کسانو د دې غوښتنې په اړه چې تورن کسان باید اعدام شي، په استانبول کې خبریالانو ته وویل:

"وروڼو، د دولت او حکومت په توګه، موږ ستاسې غوښتنې اورو، موږ دا غوښتنه له پامه نه شو اچولائ. په ډیموکراسیو کې هر هغه څه چې خلک غواړي، ترسره کېږي."

اردوغان زیاته کړه چې د حکومت پر ضد کودتاچیانو ته باید سزا ورکړل شي خو ټینګار یې وکړ چې د اپوزېسیون له استازو سره تر خبرو وروسته به پرېکړه کوي.

د ترکیې د حکومت مخالف حزب د "خلکو جمهوري ګوند" نن وویل، د ناکامې کودتا په اړه د حکومت ځوابي اقدام باید د قانون په چوکاټ کې وي او په دې پېښه کې مشکوک کسان باید په قانوني محاکمو کې محاکمه شي.

کري: د ترکیې له حکومته غوښتنه کوو چې خپل لاس دې دومره نه اوږدوي چې ډيموکراتیکو بهیرونو ته د هغوی پر تعهد پوښتنې پیدا شي.
کري: د ترکیې له حکومته غوښتنه کوو چې خپل لاس دې دومره نه اوږدوي چې ډيموکراتیکو بهیرونو ته د هغوی پر تعهد پوښتنې پیدا شي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په دې اړه چې ولسمشر اردوغان ښايي له دې پېښې د خپل قدرت د لازیاتولو لپاره کار واخلي، د امریکا "ان بي سي" ټلویزیون ته وویل:

"واضح ده، موږ غواړو چې اردوغان به داسې نه‎کوي ځکه دا کار به له اروپايي اتحادیې، ناټو او موږ ټولو سره د هغه اړیکې سختې کړي. موږ د ترکیې له حکومته غوښتنه کړې چې خپل لاس دې دومره نه اوږدوي چې ډيموکراتیکو بهیرونو ته د هغوی پر تعهد پوښتنې او شک پیدا کړي. "

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په بروکسل کې د ترکیې پر وضعیت خبرې وکړې. تر غونډې وروسته د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر دیدیه رندرس ټینګار وکړ چې په ترکیه کې باید د تفاهم او جوړجاړي زمینه برابره شي.

رندرس: تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ترکیه کې د تفاهم بهیر پيل شي.
رندرس: تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ترکیه کې د تفاهم بهیر پيل شي.

دیدیه رندرس وویل:

" زما په باور، اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ترکیه کې د تفاهم بهیر پيل شي. هلته باید د تفرقې پر ځای، د پانګونې او همکارۍ او د قانون د حاکمیت د خوندي ساتلو کار پيل شي."

د هالند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په ترکیه کې ناکامه کودتا یې غندلې ځکه اروپايي ولسونه پر داسې ډیموکراتیکو بنسټونو لکه پارلمان، د حملو ملاتړ نه‎شي کولائ، خو ټینګار یې وکړ چې د ترکیې حکومت باید د قانون حاکمیت او فردي ازادیو ته درناوی وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم نن وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

لاوروف: د داسې غیر قانوني کودتاوو په اړه که په ترکیه، اوکراین، ارمنستان یا بل هر ځاي کې وي واحد موقف لرو.
لاوروف: د داسې غیر قانوني کودتاوو په اړه که په ترکیه، اوکراین، ارمنستان یا بل هر ځاي کې وي واحد موقف لرو.

سرګې لاوروف وايي:

"ولسمشر پوتین پرون د ترکیې له جمهور رییس سره ټیلیفوني خبرې کړي او زموږ ولسمشر په کلکه پر دې تینګار کړی چې موږ د داسې غیر قانوني کودتاوو په اړه که په ترکیه، اوکراین، ارمنستان یا بل هر ځاي کې وي واحد موقف لرو. موږ اوس مهال د خپلو سیلانیانو په بېرته ستنولو لګیا یو او ترکي چارواکو بشپړه همکاري راسره کړې ده."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د کودتا غندنه کړې او ویلي يې دي چې د داسې حکومت پر ځای چې خلکو ټاکلی، د پوځ واکمني او پوځي دیکتاتوري نه‎شي منلائ.

XS
SM
MD
LG