د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

ترکیه د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور کوي


وروسته له هغې چې د ترکیې ولسمشر په دولتي ادارو کې د تصفیې ژمنه وکړه، د دې هېواد چارواکو لسګونه والیان او ولسوالان هم له دندو لېرې کړي دي.

په دې ناکامه کودتا کې د ترکیې د هوايي ځواک د پخواني قومندان جنرال اکین اوزترک د لاس لرلو د اعتراف په اړه، ضدو نقیص راپورونه ورکړل شوي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د دې جنرال په حواله چې نیول شوی وايي، نوموړي تحقیق کوونکو ته ویلي چې "د کودتا نیت یې درلود."

خو دوو نورو خصوصي رسنیو ویلي چې جنرال اکین اوزترک په کودتا کې د برخې اخېستلو ادعا رد کړې ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، حکومت به یې د هغو لپاره چې دا پوځي کودتا یې پلان کړې وه، د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور وکړي.

د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ وویل، د کودتا د هڅو په ترڅ کې راپورته شوي تاوتریخوالي د ۱۴۵ ملکیانو په شمول ۲۰۸ کسان وژلي او ۱۴۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

په ترکیه کې نیونې او له دندو څخه د زرګونو کسانو لېرې کول پر هغو نړیوالو غوښتنو سربېره دوام لري چې له ترکي چارواکو غواړي ډیموکراسۍ، بشري حقونو او اساسي ازادیو ته دې درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ وویل، موږ د ترکیې پر حکومت ټینګار کوو چې په ټول هېواد کې ارامي او ثبات وساتي.

کري: د ترکیې پر حکومت ټینګار کوو چې په ټول هېواد کې ارامي او ثبات وساتي.
کري: د ترکیې پر حکومت ټینګار کوو چې په ټول هېواد کې ارامي او ثبات وساتي.

جان کري په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وویل:

"موږ همدارنګه د ترکیې پر حکومت ټینګار کوو چې د هېواد ډیموکراټیکو ادارو او د قانون حاکمیت ته دې په لوړ معیار درناوی وساتي. موږ یقیناً عدالت ته د دې کودتا د عاملانو د راښکلو ملاتړ کوو، خو موږ همدارنګه د هغه څه په اړه هم خبرداری ورکوو چې تر دې حده واوړي او په ترکیه کې د ډیموکراټیک حاکمیت د ساتلو پر اهمیت ټینګار کوو."

جرمني خبرداری ورکړی چې که چېرې ترکیې د اعدام سزاوې بیا پیل کړې، له اروپايي ټولنې سره به د دې هېواد د یوځای کیدو په اړه مذاکرات پای ته ورسیږي.

په ترکیه کې د ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسې د اعدام سزا نه ده عملي شوې او په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په رسمي توګه لغوه اعلان شوه، څو دا هېواد وتوانیږي چې له اروپايي ټولنې سره د یو ځای کیدو معیارونه پوره کړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ناکامې کودتا په وړاندې باید د انقرې عکس العمل یو مناسب عکس العمل واوسي.

د ترکیې د خلکو د جمهوریت ګوند چې اپوزیسون کې دی د دوشنبې په ورځ وویل، د کودتا په وړاندې د چارواکو عکس العمل باید د قانون په چوکاټ کې واوسي او په کودتا کې په لاس لرلو مشکو کسان باید په محاکمو کې محاکمه شي.

د دې ګوند اعلامیه زیاتوي چې د ترکیې پوځ باید دښمن ونه بلل شي.

ترکیې ویلي چې له امریکا څخه به وغواړي چې ګولین ور وسپاري.
ترکیې ویلي چې له امریکا څخه به وغواړي چې ګولین ور وسپاري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې دولتي ادارې به د فتح الله ګولین له پلویانو چې انقره یې د کودتا تر شا په لاس لرلو تورنوي پاکې کړي.

ترکیې ویلي چې له امریکا څخه به وغواړي چې ګولین ور وسپاري. خپله ګولین په ترکیه کې ناکامه پوځي کودتا غندلې ده او په دې کې یې لاس لرل رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي دوی له ترکیې څخه د ګولین د ورسپارلو په اړه رسمي غوښتنه نه ده تر لاسه کړې. خو زیاته کړې یې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته یې ویلي چې که په دې اړه کومه غوښتنه ور استوي نو شواهد دې ور وسپاري نه ادعاوې.

XS
SM
MD
LG