د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

کابل کې یوه چاړه په لاس سړي افغان هندو مسلمانول غوښتل


په دې وروستيو کې يو افغان سک په کابل ښار کې تر حملې لاندې راغلی. يوه سړي چې چاړه يې په لاس کې وه له ده غوښتنه کړې چې مسلمان شي. که خلک د دغه کس مرستې ته نه وای رسېدلی، ښايي وژل شوی وای.

د سک او هندو افغانانو پر وړاندې د فشارونو او تاوتريخوالي له کبله ان د دوی کوچنيان ښوونځيو ته نه شي تلای.

دا ورځ د جګتار سنګ لغماني لپاره د نورو ورځو په څېر وه. دی په خپل دوکان کې په کار بوخت وو چې په سپينه ورځ د کابل په مرکز کې ورباندي حمله وشوه.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې يوه کس چې چاړه يې په لاس کې وه، له ده وغوښتل چې مسلمان شي.

که هلته تېرېدونکي او نور دوکانداران د جګتار سنګ مرستې ته نه وای ورغلي، د وژل کېدو احتمال يې و.

دا پېښه د هغو ستونزو ښکارندویه ده چې په افغانستان کې سکان او هندو مذهبي ورسره مخامخ دي.

له دوی سره د نورو افغانانو بد چلند دوی اړ ايستلي چې نورو هېوادونو ته هجرت وکړي.

د موږ د دې مځکې لرغوني اوسېدونکي يو، کتاب ليکوال ايشورداس چې په اروپا کې د هندو او سک کډوالو د مرکزي شورا ريس هم دی، د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هندو او سک افغانانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د حضور په تاييد وايي:

"هغوی ډېری د ناسمو شرايطو له کبله له خپلو کورو دباندې نه شي وتلای. پر مذهبي مسايلو او مقدساتو يې په چټکۍ سره تېری کيږي. له هغوی دغه غوښتنه کیږي چې باید مسلمانان شي. د کابل ښار ډېری اوسېدونکي يا د افغانستان د نورو ولايتونو کډوال او يا هم له ایرانه او پاکستانه راستانه شوي کډوال دي چې له هندو او سک وګړو سره يې هيڅ نه پېژندل او هيڅ خبر نه دي چې سکان او هندوان د افغانستان له ډېرو پخوانیو وګړو څخه دي او د افغانستان د نورو وګړو سره برابر حقونه لري او ډېری هغوی په عزابوي."

سک او هندو افغانان د افغانستان په اقتصادي ژوند کې ډېر فعال اوسېدلي، د اسعارو په بازار کې د روغتیا په سکتور کې، د دارو درملو، سنتي او عطاري په برخو کې يې مهم رول درلودلی.

د افغان سکانو او هندوانو د ملي شورا ريس اوتارسنګ وايي، اوس مهال دغه ټولنه دوه سوه شل کورنیو ته کمه شوې ده.

په ۱۹۹۲میلادي کال کې د کابل تر سقوط مخکې د سک او هندو افغانانو شمېر دوه سوه شل زره کورنۍ ته رسېد او هغوی نه یوازې په کابل ښار کې بلکه په غزني او ننګرهار ولایت کې هم ډېر وو.

رويټرز خبري اژانس د اوتار سنګ له خولې لیکي چې وايي، د طالبانو د رژيم پر مهال د سکانو او هندوانو لپاره شرايط ډېر خراب شول.

هغوی ته په عام محضر کې جزا ورکول کېده او ښوونځیو ته په ازاده توګه له تګه يې د نجونو مخه ونيول شوه.

د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته، پر دې سربېره چې په افغانستان کې د نجونو په ګډون د کوچنیانو د زده کړو زمينه برابره شوې ده، خو اوس هم هندو او سک افغان کوچنيان نه شي کولای په ازاده توګه ښوونځي ته ولاړ شي.

د رويټرز په وينا، جسميت سنګ اته کلن وو او له هغو محدودو کوچنیانو څخه وو چې د طالبانو د رژيم پر مهال ښوونځي ته تلل خو اوس د نورو زده کوونکو د ازار او اذيت له کبله نشي کولای ښوونځي ته ولاړ شي.

ايشورداس په دې اړه د شته محدوديتونو په اړه داسي وايي:

"تر کومه چې زه خبر يم، د کابل په هيڅ دولتي ښوونځي کې د هندو او سک افغانانو اولادونه زده کړې نه کوي خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی له زده کړو سره علاقه نه لري. هغوی له درس سره مينه لري چې زده کړې وکړي، لوړو درجو ته ورسيږي، پوهنتون ته ولاړ شي خو شرايط سم نه دي. هغوی د ښوونځي پر لاره ځورول کيږي. د بيلګې په توګه د کالو، لونګۍ، وريښتانو له کبله له تحقير او توهين سره مخامخ کيږي."

د سک او هندو افغانانو څومره ستونزې چې یادې شوي، نه شي خلاصه کېدای.

اولادونه يې ښونځيو ته نه شي تلای، شتمنۍ يې د زورواکانو له خوا غصب شوې، نه يوازې ژوند او باور يې له تهديد سره مخامخ دی بلکه له مړينې وروسته اذيت کيږي.

د سکانو او هندوانو د شمشان مځکې او ودانۍ چې پکښي د دوی مړي اور ته سپارل کيږي، د زورواکو له خوا غصب شوي او په کابل کې ځای نه لري چې مړي يې په درناوي اور ته وسپارل شي.

ګڼ شمېر هندوان او سکان هندوستان ته کډوال شوي دي او له دې سره چې هندوستان يې معنوي هيواد دی خو هلته هم بهرنی بلل کيږي.

بلجيت سنګ چې د کابل له دوکاندارانو څخه يو دی، داسي وايي:

په هندوستان کې موږ د افغان په نوم پېژني او له دې سره چې موږ له پيړيو راهيسي افغانان يو، دلته هم موږ بېګانه ګڼل کيږو. موږ په دوو نړيو کې ورک شوي یو.

XS
SM
MD
LG