د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

نړۍ

قطر او پاکستان ته د یوه امریکايي چارواکي سفر؛ د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحده‌ایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د چین ولسمشر په هنګري کې له تود پوځي هرکلي وروسته د دغه هېواد صدراعظم سره وکتل

د چین د ولسشمر د هرکلي یوه څنډه
د چین د ولسشمر د هرکلي یوه څنډه

د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې نن په پوځي مراسمو سره د چین د ولسمشر شي جین پینګ تود هرکلی وشو.

د چین ولسمشر وروسته د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره وکتل.

هنګري اروپا ته د شي جین پینګ د سفر درېیم ټپال دی، هغه تر دې مخکې فرانسې او سربیا ته تللی و.

د هنګري حکومت د ښاغلي شي او اوربان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې تر لسو د زیاتو دوه اړخیزو موافقو د لاسلیک خبر ورکړی دی.

هنګري د اروپایي اتحادیې یوازینی غړی هېواد دی چې د چین «د یوه کمربند یوې لارې» په لویه پروژه کې شامل دی.

د هنګري صدراعظم چې له پیکینګ سره ښې اړیکي پالي، غواړي په اروپایي اتحادیه کې چې اکثراً نوموړی منزوي شوی، تعادل رامنځ ته کړي.

چین د بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد ترمنځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي.

لسګونه افغان کډوالو په برېتانیا کې رونډا ته د دوی د استولو د پرېکړې خلاف لاریون وکړ

د برېتانیا بیرغ
د برېتانیا بیرغ

د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې پرون چهارشنبه په لسګونو افغان پناه غوښتونکو روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو په مخالفت کې لاریون وکړ.

په هغو ویډیويي تصویرونو کې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، په لسګونو افغان پناه غوښتونکي لیدل کېږي چې د برېتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او وايي دوی باید روانډا ته د لېږلو په پرېکړه کې شامل نه شي، ځکه روانډا د دوی لپاره خوندي ځای نه دی.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو له انتقادونو سره- سره د برېتانیا پارلمان شا و خوا دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې روانډا ته یې د پناه غوښتونکو د لېږلو لایحه تصویب کړه چې هلته د دوی دوسیې وڅېړل شي.

روانډا به په پیل کې شا و خوا ۵۷۰۰ پناه غوښتونکي ومني.

په پام کې ده په راروانو شپږو اوونیو کې روانډا ته د هغو افغان پناه غوښتونکو لېږل پیل شي چې د برېتانیا حکومت «غیرقانوني پناه غوښتونکي» بللي دي.

د غزې له رفح ښار څخه ۳ ورځو کې د ۸۰ زرو فلسطینیانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی

د رفح یوه کډواله کورنۍ
د رفح یوه کډواله کورنۍ

د فلسطیني کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن پنج شنبه ویلي چې په تېرو درېیو ورځو کې چې اسرائیل د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات سخت کړي، له دغه ښاره شا خوا ۸۰ زره کسان نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

UNRWA په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، چې له تېرې دوشنبې له رفح ښار دغه ۸۰زره بېځایه شوي کسان هڅه کوي په نورو ځایونو کې ځانونه پناه کړي.

د غزې له نورو برخو د جګړو له کبله څه باندې یو ملیون کسانو رفح ښار ته پناه وړې ده.

د فلسطیني کډوالو دغې ادارې خبرداری ورکړ چې دغه کورنۍ په هېڅ ځای کې خوندي نه دي.

اسرائیل د نړیوالو له خبرداریو سره- سره د رفح ښار په ځینو برخو کې د دوشنبې ناوخته خپل بریدونه پیل کړل.

د چین ولسمشر نن په هنګري کې د دغه هېواد له صدراعظم سره ویني

د چین ولسمشر شي جین پینګ
د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن پنجشنبې د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د دې هېواد له صدراعظم ویکتوراوربان سره خبرې کوي.

شي جین پینګ اروپا ته په دې سفر کې له دې مخکې فرانسې او سربیا ته تللی و.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، هنګري د اروپایي اتحادیې یوازېنی غړی هېواد دی چې د چین د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې شامل دی.

د هنګري صدراعظم چې له پیکینګ سره ښې اړیکي پالي، غواړي په اروپایي ټولنه کې چې تر ډېره پکې نوموړی منزوي شوی، تعادل رامنځ ته کړي.

چین د بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد ترمنځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي.

د پاکستان بلوچستان کې ۷ نایان وژل شوي

ګوادر؛ هغه سیمه چې دا پېښه پکې شوې
ګوادر؛ هغه سیمه چې دا پېښه پکې شوې

چارواکي وايي چې د بلوچستان ایالت په بندري ښار ګوادر کې نامعلومو وسله والو بېګا شپه ۷ نایان وژلي او یو يې ټپي کړی دی.

د ګوادر د پوليسو د ماموریت مشر محسن علي بلوڅ ځايي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د سربندن په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې ناڅرګندو وسله والو پر یوه کور چې دغه نایان پکې اوسېدل، برید وکړ.

د نوموړي په خبره، وژل شوي نایان د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لنګاو دغه وژنې غندلي او ویلي یې دي چې پولیس په دې اړه څېړنه کوي چې د دغې پېښې ترشا څوک لاس لري.

پولیسو ویلي چې د دوی په باور دغه وژنې د قربانیانو له کار سره اړیکه نه لري.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې د بلوچستان په دې سیمه کې کارګران په نښه کیږي.

تردې مخکې د روان ۲۰۲۴ کال د اپرېل په دولسمه په نوشکي کې د وسله والو په ډزو، په دوو جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او پينځه نور ټپيان شوي ول.

جنوبي کوریا: اوکراین سره قوي او روسیې سره ښې اړیکې ساتو

د جنوبي کوریا بیرغ
د جنوبي کوریا بیرغ

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سیوک یول نن (د مې ۹مه) وویل چې هېواد به یې له اوکراین سره قوي او له روسیې سره ښې اړیکې وساتي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې په اساس، ښاغلي یول لا هم کییف ته د پوځي تجهیزاتو لېږل رد کړل.

امریکا او متحدینو یې له ډېر وخته راهیسې له سیول غوښتي چې له اوکراین سره پوځي مرستې وکړي.

خو د جنوبي کوریا ولسمشر خبریالانو ته وویل چې د جګړې ښکېلو هېوادونو ته د وژونکو وسلو د نه ورکولو په اړه د هغه هېواد کلک دریځ لا هم په خپل ځای دی.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې شمالي کوریا روسیې ته پوځي تجهیزات ورکوي.

په دې اړه ښاغلي یول وویل چې روسیې ته د شمالي کوریا د وسلو صادرول نه یوازې دا چې په اوکراین کې د روسیې له غیر موجه جګړې ملاتړ؛ بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونې په ډاګه کوي.

بایډن: که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د لومړي ځل لپاره خبرداری ورکړ چې پر رفح د پراخ برید په صورت کې اسراییلو ته وسلې نه ورکوي.

بایډن له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې چې بېګا خپره شوه ویلي: " ما په ډاګه ویلي چې که هغوی رفح ته ننوځي. هغه وسلې چې معمولا د رفح، نورو ښارونو او د دغه کړکیچ په تړاو کارول شوي نه ورکوم."

بایډن زیاته کړه چې اسراییلو پر غزه په خپلو تېرو اوه میاشتنیو بریدونو کې چې پراخ ملکي تلفات یې لرلي امریکایي وسلې کارولي دي.

د بایډن دې پرېکړې د ځینو جمهوري غوښتونکو انتقادونه هم پارولي.

اسراییلو پر رفح ښار د دوشنبې له شپې بریدونو پيل کړي.

د غزې روغتیا وزارت چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوي سازمان حماس له خوا اداره کېږي راپور ورکړی چې تر دې دمه ۳۴زره او ۷۸۹ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ملکیان دي.

پاکستان په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

ارشیف
ارشیف

د پاکستان حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې اعلان وکړ چې حکومت یې ښوونځيو ته د ماشومانو د بیرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوي.

دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوي چې دغه ستونزې ته د اجندا په سرکې لومړیتوب ورکړي، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړي.

پر اټومي وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، د لسیزو جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۲۶ میلیونه ماشومان چې د دې هېواد ښوونځيو ته د تلو پر شرایطو د برابرو نږدې ۴۰ سلنه جوړوي، له رسمي زده کړو بې برخې دي چې دا په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله له ښوونځي د بهرپاتې شویو ماشومانو ترټولو لوړه شمېره ده.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۶ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د ۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

پاکستان پوځ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې ۵ وسله وال د خیبرپښتونخوا ولایت په ډېره اسمعیل خان کې د هغو پرپټن ځای د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

په دې اړه چې دغه وسله وال په کومې ډلې پورې تړلي و، نورجزیات نه دي ورکړل شوي.

پوځ دغه راز وویل چې یو بل وسله وال په شمالي وزیرستان کې په یوه جلا برید کې ووژل شو.

پوځ د وژل شویو وسله والو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې دوی مخکې پرامنیتي ځواکونو په ترسره شویو حملو کې لاس درلود.

د اسوشتید پرس آژانس د راپور له مخې، پاکستان په دې سیمه کې معمولاً په دغسې عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال چې ویل کیږي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې لا زړور شوي، په نښه کوي.

اوکراین د روسیې له‌خوا د زیلنسکي دسیسه شنډه کړې؛ د پوتین ویاند: ممکن دا تورونه ناسم معلومات وي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

کریملین وایي، د اوکراین هغه تورونه ممکن ناسم معلومات وي چې ویلې یې دي د روسیې له خوا یې د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د وژنې دسیسه شنډه کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف نن چهارشنبه په دې اړه له مستقیم څه ویلو ډډه کړې، خو دومره یې ویلي چې د اوکراین تورونه ممکن ناسم معلومات وي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې پرون وویل، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف ویلي، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG