د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

حسن خېل: تورخم کې مو پاکستاني پوځ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ


په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو مسولين وايي، تېره شپه د تورخم په جګړه کې افغان سرحدي پوليسو پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رئيس ارکان محمد ايوب حسين خېل له تورخم نه د ټليفون په ليکه ازادي راډيو ته وويل چې دغه نښته د یکشنبې په شپه شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د افغان حکومت له همغږی پرته غوښتل چې د تورخم په دروازه کې بیا تاسيسات جوړ کړي.

نوموړی وايي کله چې دوی د دې کار مخه نيوله پاکستاني ځواکونو له وړاندې نه د جنګ تياری نيولی و او پر افغان ځواکونو يې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پيل کړل چې وروسته افغان ځواکونو ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ:

"هغوی د خپلو صفري نقطو ټولې پوستې په وسلو او زرې ټانکونو پوښلې وې ټولو پوستو ته يې له مخکې نه اکمال کړي وې دوی غوښتل چې د توپ او ټانک د سيوري لاندې خپل کار وکړي خو د خدای په فضل موږ وتوانېدو چې دوی ته سخت غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو."

نوموړي وايي په دې نښته کې چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ د سرحدي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او پینځه تنه نور زخميان شوي:

"موږ تلفات لرو یو کس زموږ شهید دی زخميان هم لرو دا د ميهن شهید دی دا د وطن شهيد دی بختور خلک به د خپل هېواد او خلکو نه په دفاع کې شهید کيږي داسې شهادت دې الله هر چاته په برخه کړي."

د حسين خېل په خبره سره له دې چې پاکستاني ځواکونو په دې نښته کې خپلې هغه ټولې وسلې چې ورسره په لاس کې وې کارولې دي خو بيا هم د افغان ځواکونو په لوړ مرال سره ورته ځواب ورکړ:

"هر ډول اصلحې چې دوی درلودلې او دوی پرې نازېدل له هغې نه يې استفاده کړې ده خو د جنګ په ډګر کې عالي مرال خدای پرستي او وطني پرستي د افغانانو وه او په لوړ مرال سره يې دوی ته ماتې ورکړه."

نوموړی وايي ممکن په دې نښته کې پاکستاني لوري ته هم تلفات اوښتي وي خو په خبره يې دوی سره کره معلومات نشته.

د سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخې لا هم په تورخم کې جنګي حالات دي او د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته ځواکونه لاس په ماشه ناست دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په تورخم کې د همدې تاسیسات د جوړيدو په سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه راولاړه شوې وه او یاده دروازه د څو ورځو لپاره د مسافرو پرمخ تړلې وه.

هغه مهال په پاکستان کې افغان سفير عمرزاخېلوال ويلي و چې پاکستاني ځواکونو ورسره ژمنه کړې وه چې دوی به د ډیورند پر کرښه په خپل سر تاسیسات نه جوړي خو د تېرې شپې پېښې نه داسې ښکاري چې هغه ژمنې په نظر کې نه دي نیول شوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG