د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د تورخم دروازې بندیزونو په اړه د ننګرهار د اوسېدونکو خبرداری


د ننګرهار اوسېدونکي وايي، د تورخم په دروازه کې د مسافرو پر تګ راتګ وروستي بنديزونه او شرطونه د ولسونو د منلو وړ نه دي او که چېرې همدې ستونزې دوام وکړ نو ولسي خوځښتونه به راپورته شي.

د تورخم دروازې په اړه د خلکو غبرګونونه هغه مهال راپورته شول چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني ملېشو په تورخم دروازه کې له وېزې پرته د مسافرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل اجمل عمر وايي، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د یوه قوم نه بېليدونکې کورنۍ استوګنې دي او د پاکستان حکومت دا هڅه ناکامه ده:

"په اصل کې هغه معاهده چې پخوا شوې ده د هغې په اساس هیڅوک نشي کولای چې هاخوا پښتانه یا دې غاړه پښتانه څوک وځوروي یا پاسپورټونه ترې وغواړي ځکه هغوی دې غاړه خپلوۍ کړي او دې غاړه پښتنو هاخوا خپلويانې کړي دا هڅه زه ناکامه بولم او هیڅکله پر ولسونو دا نوي شرطونه نشي منل کېدای."

دا هڅه ناکامه ده او هیڅکله پر ولسونو نشي منل کېدای
دا هڅه ناکامه ده او هیڅکله پر ولسونو نشي منل کېدای

نوموړی وايي، که چېرې د تورخم په دروازه کې لګېدلي بندیزونه لرې نشي نو ولسوونه مجبور دي چې د دې کار پر ضد راپورته شي.

دی وايي، هغه وخت بیا د ولسونو مخه هیڅوک نشي نیولی:

"که چېرته دغسې فشار په موږه همداسې راوړل کېږي نو خدای نه خواسته ولس سبا جګېږي د دوی پر خلاف غږ پورته کوي او که بیا هم دغسې مشکلات زياتېږي تاسو ښه پوهیږئ چې پخوا دا ولسوونه د تبرګو، چاړو او تورې سره به راپورته کيده که دا مسله حل نشي نو دا ولسوونه به هماغسې راپورته کېږي او بیا د دې ولسونو خوځښت مخه هیڅوک نشي نيولی."

بلخوا د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګرديوال وايي، د تورخم پر دروازه وروستیو بندیزونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او دوی دا مشکل له مرکزي حکومت سره شریک کړی تر څو د ډيپلوماتیکو لارو دا مسله هواره کړي:

"واقعاً په دې وروستیو کې د وېزې مشکل اوس زیات شوی پخوا به د پخوانيو پرتوکلونو له مخې خلکو به ازاد تګ راتګ کاوه نو اوس چې وېزې مسله جدي شوې ده خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي ان شاالله موږ امیدواره یو چې زموږ مشران په کابل کې له دې مسلې نه خبر شوي او هغوی هڅه کوي چې دا مسله د ډيپلوماتیکو لارو آواره کړي."

له ډېر پخوا راهيسي د ډیورنډ پر کرښه مسافرو تګ راتګ له وېزې پرته کولو خو د مسافرو په وینا په دې وروستیو کې د تورخم دروازه یوازې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو لپاره د ځورونې لار ګرځېدلې او کله په یوه او کله په بله بهانه د مسافرو پرمخ بنده وي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG