د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه ده


په ختيځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو رئیس ارکان محمد ايوب حسین خېل وايي د تورخم په جګړه کې پاکستاني پوځیان برخه لري.

ښاغلي حسین خېل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې دغه نښته یو ساعت وړاندې شاوخوا نهه بجې پیل شوې.

هغه وویل چې لومړی د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغان سرحدي ځواکونو برید پيل شو چې اوس هم شدیده نښته روانه ده.
حسین خیل وایي د جګړې له امله تلفات اوښتي خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

نوموړي هيواد والو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې افغان سرحدي ځواکونه د سر په بدله د خپلې خاورې نه دفاع ته تیار دي.

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تورخم دروازې پر سر نښته پيل شوې ده.

نوموړی وايي د نښتې د رامنځته کېدو د لامل په اړه به وروسته معلومات شریک کړي.

خو د سیمې یوې باوري سرچينې ويلي چې پاکستاني ملیشو غوښتل چې په تورخم کې دروازه ولګوي چې نښته رامنځته شوه.

XS
SM
MD
LG