د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

اشرف غني د هلمند په ادارو کې ژور اصلاحات عملي کوي


افغان ولسمشر اشرف غني وايي، په هلمند کې به په ملکي او امنیتي ادارو کې ژور اصلاحات عملي کوي او دغلته به د کجکي د بند د فعالولو سربېره اقتصادي پروژې عملي کیږي.

ولسمشر غني د روژې په لومړنۍ ورځ د هلمند ناکراره ولایت ته ولاړ او هلته یې پر هلمندي چارواکو سربېره، له افغان امنیتي ځواکونو، د هلمند له قومي مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره په یوه غونډه کې لومړۍ له هغو وواریدل.

هغوی چې د هلمند د خلکو په استازیتوب یې خپلې غوښتنې بیانولې له ولسمشر غني څخه د امنیت د تامین غوښتنه وکړه.

وینا والو همدا راز ولسمشر ته وویل چې د هلمند په سیمه ييزو ملکي او امنیتي ادارو کې دې اصلاحات راشي، وړ کسان دې پر کارونو وګمارل شي او په دې ولایت کې د روغتیا او پوهنې برخو ته پاملرنه وشي.

په هلمند کې له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو د تشکیلاتو په برخه کې شکایتونه موجود دي او پرون ځايي قومي مشرانو یو وار بیا ولسمشر ته تکرار کړل.

په هلمند کې له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو د تشکیلاتو په برخه کې شکایتونه موجود دي.
په هلمند کې له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو د تشکیلاتو په برخه کې شکایتونه موجود دي.

ولسمشر غني د دې شکایتونو په اړه وویل:

"د هلمند پولیس به اصلاح کیږي، نن مې د کورنیو چارو وزیر ته امر کړی چې وروسته له دې د یوې ولسوالۍ امنیې قومندان هم زما له لاسلیک پرته څوک نه شي ټاکلی."

ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د هلمند د پخواني امنیه قوماندان په اړه شوې ادعاوې او لګېدلي تورونه وڅېړي او د اثبات په صورت کې له هغه سره قانوني چلند وکړي.

د هلمند ولایت د حکومتوالۍ په برخه کې هم ولسمشر غني له هلمندیانو سره د بنیادي تغیراتو ژمنه وکړه او د هلمند له والي یې وغوښتل چې سیمه ییزې ادارې په هر اړخېزه توګه وڅېړي او متخصصو او کارپوه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ولسمشر غني که څه هم روان کال د هلمند لپاره ستونزمن کال وباله خو ویې ویل چې د کجکي د بند په شمول به دغلته د سترو اقتصادي پروژو چارې چټکې شي.

اشرف غني: د کجکي د بند په شمول به دغلته د سترو اقتصادي پروژو چارې چټکې شي.
اشرف غني: د کجکي د بند په شمول به دغلته د سترو اقتصادي پروژو چارې چټکې شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ اوبه زموږ ابرو ده. موږ خپله ابرو ساتو او خپلې اوبه تنظیموو. علوم باغ هم جوړو. دهله به هم بیا جوړو، کجکی هم فعالیږي او نورې اوبه به هم مهاروو. موږ په دې برخه کې نړیوال تړون لرو دا د دې ولس حق او زموږ ژمنه ده."

افغان ولسمشر د سولې په برخه کې د خپل حکومت پر ارادې ټینګار وکړ خو ویې ویل، تحمیلي او هغه سوله چې د نورو په زور راځي ورته د منلو وړ نه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې هلمند ته سفر کوي چې په وروستیو اونیو کې دغلته د افغان امنتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړو زور اخېستي او اوونۍ وړاندې وسله والو لښکرګاه ښار ته څېرمه بریدونه وکړل.

د هلمند د ولایتي شورا مشر په دې وروستیو کې د دې ولایت د سقوط خبرداری ورکړی و او له مرکزي حکومت یې غوښتي و چې هلمند ته دې اضافي امنیتي سرتیري واستوي.

دغلته په یوې تازه پېښه کې چې د یکشنبې په ورځ د مارجې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې د ملي اردو په یوې ګزمې برید کې له دوی سره له ملګرو خبریالانو دوه تنه وژل شوي.

XS
SM
MD
LG