د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

افغانستان

ولسمشر غني: ډېر ژربه د پولیسو په لیکو کې اصلاحات پيل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ډېر ژر به د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شي.

ولسمشر غني د هلمند په شورا بک کې ۲۱۵ میوند قول اردو کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل هغه کسان به محاکمه شي چې د پولیسو په لیکو کې په فساد تورن دي.

ښاغلي غني همدارنګه وویل په نږدې راتلونکي کې د فساد پرضد یوه عالي شورا جوړیږي څو دهغو والیانو، امنیې قوماندانانو او وزیرانو دوسیې وڅېړي چې په فساد کې ښکېل دي.

ولسمشر غني تینګار کړی چې د فساد پرضد دا عالي شورا به د دغو کسانو د دوسیو له څېړل کېدو وروسته یاد کسان عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي کوي.

هلمند ته له ولسمشر سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر غړي او په ملي شورا کې د هلمند استازو ملګرتیا کوله.

ولسمشر په داسې حال کې هلمند ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د هلمند په یو شمېر سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوي او حتی تېره اوونۍ د هلمند د ولایتي شورا مشر د لښکرګاه د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کاپیسا کې ځمکې ښوېدنې ۴ تنه مړه کړي دي

ارشیف
ارشیف

په مرکزي ولایت کاپیسا کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۴ نفره مړه شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې پیښه تېره شپه په شوخي سیمه کې شوې.

پیښه کې یو کور تر خاورو لاندې شوی او قربانیان هم په ظاهره ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زلزلې، ځمک ښوېدنې او سیلابونو په ګډون طبیعي پیښو په وړاندې زیانګالي دی.

طالب چارواکو له ایرانه د سوداګرو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې

د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لار، ارشیف
د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لار، ارشیف

طالب او ایراني چارواکو تر خپله منځه د ترانسپورتي او مواصلاتي اړیکو پر پياوړتیا او دې برخو کې د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي.

د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي محمد موسوي او د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري دا لیده کاته کابل کې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) پر خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.

طالب چارواکو ایران خپل اصلي سوداګریز شریک بللی او له هغه هېواده یې غوښتي چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې او باروړونکو موټرو ته یې د سون توکي برابر او پوله کې یې د انتظار موده کمه کړي.

افغانستان وروسته له هغه له ایران سره د سوداګرۍ پراختیا ته مخه کړه چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت ټولې لارې بندې شوې دي.

ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې کړي او هغه یې " شرمناکه" وتل بللي دي.

ټرمپ پرون جمعه د شمالي کارولینا په فورت براګ کې وویل: " په یاد مو دي چې څنګه یې هلته ټول پوځي تجهیزات پریښودل؟ مونږ دا کار نه کاوه. ټاکل شوې وه مونږ په عزت او درناوي راووځو، خو داسې ښکارېده لکه تېښته چې کوو."

امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو ورځو کې وروسته تر هغه له افغانستانه ووتل چې طالبانو جمهوري نظام وپرزوه او پر کابل یې ولکه ټینګه کړه.

هغه مهال د ځواکونو وتل له ګډوډیو سره مخامخ وو او د کابل هوایي ډګر سره یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتیري او لسګونه افغانان ووژل.

د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن بیا تل له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې.

والنټاین یا د مینانو ورځ؛ طالبانو د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګولی دی

شنبې د فبروري ۱۴مه د مینانو نړیواله ورځ ده.
شنبې د فبروري ۱۴مه د مینانو نړیواله ورځ ده.

نن د فبروري ۱۴مه والنټاین یا د مینانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت له دې مخکې اعلان کړی دی چې والنټاین د لویدیځوالو دود دی او دا او ځینې نورې ورځې د افغاني ټولنې له اصولو سره سمون نه لري.

خو په عین حال کې په افغانستان کې یوشمېر خلک دا ورځ یوبل ته د ګلانو او نورو ډالیو په ورکولو سره په پټه لمانځي او په دې توګه د ژوند شریکانو او نورو عزیزانو ته خپله مینه څرګندوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو اقدامات د راډیوګانو فعالیتونه محدودي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر راډیو ګانو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي دي.

دې بنسټ د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې یوشمېر راډیوګانې یا ګواښل شوې یا بندې شوې دي او د راډیوګانو یوشمېر خبریالان هم احضار شوي، نیول شوي او یا په بند کې اچول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د ډله ایزو رسنیو د قانون پرځای د فرمانونو او اجرایي قوانینو له لارې پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي.

د دې مرکز د موندنو له مخې په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې لږترلږه ۲۴ فرمانونه چې د رسنیو فعالیت محدودوي صادر شوي چې دې کار د راډیوګانو پر فعالیت هم مستقیم اغېز کړی او د ښځو پر کار ممنوعیت، د ښځو د غږونو خپرولو ته اجازه نه ورکول او د راډیوګانو د فعالیت د جوازونو د تمدید لپاره د خنډونو رامنځ ته کول په دې ډله کې شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنو طالبانو غواړي چې د ډله ایزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي، له قانون څخه لوړ اقدامات بند کړي او راډیوګانو ته اجازه ورکړي چې د ژورنالیزم د اصولو په اساس آزاد فعالیت وکړي. د دې مرکز د ارقامو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ راډیوګانې فعالې دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د جمعې په ورځ وویل چې رسنۍ باید له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره سمې فعالیت وکړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ۴۰ راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او د فعالو راډیو ګانو ټول شمېر ۲۲۸ ته رسېږي.

پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو تمدید؛ ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هرکلی کړی خو طالبان یې ناکامه بولي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

امنیت شورا پر افغان طالبانو بندیزونه تمدید کړل.

دغې شورا د رایو په اکثریت سره د افغانستان د بندیزونو د څارنې د ټیم ماموریت وغځاوه.

امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال په جون کې د ۱۹۸۸ بندیزونو لړۍ پيل کړه.

په اساس یې له طالبانو سره تړلي خلک، ډلې، شرکتونه او بنسټونه د شتمنیو له کنګلتیا، سفري بندیزونو او د وسلو له ممنوعیت سره مخ دي.

په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل د دغو بندیزونو د ادامې یو اساسي دلیل یادیږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی کړی دی.

هغه په خپله ایکس پاڼه کې ویلي دا اقدام ښکاروي چې نړۍ افغانستان نه دی هیر کړی او باید د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي شي، د ښځو حقونه بېرته تامین شي.

د هغه په خبره ټولګډونه حکومت یو انتخاب نه دی بلکې د سولې یواځینۍ لار ده.

اخوا بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ویلي چې د بندیزونو تمدید ناکامه تګلاره ده او باید په داسې پالیسیو بیا کتنه وشي څو د مثبت او رغنده تعامل لپاره لار هواره کړي.

پېښور کې افغان هنرمندانو عالي محکمې ته عریضه کړې

پېښور کې افغان هنرمندان
پېښور کې افغان هنرمندان

له ۱۵۰ څخه زیاتو افغان هنرمندانو د پیښور عالي محکمې ته عریضه کړې، چې له پاکستانه د دوی د ایستلو مخه ونیسي.
دوی په خپله عریضه کې، استدلال کړی چې افغانستان ته ستنیدل به د دوی ژوند او معیشت دواړه له خطر سره مخ کړي.
دوی وايي چې په افغانستان کې د موسیقۍ اړوند فعالیتونه منع دي او که دوی بیرته ستنیدو ته اړ شي نو دوی له زیاتو خطرونو سره مخ کیږي.
دوی ټینګار لري چې شرایط یې د نورو خلکو څخه توپیر لري.

نن د راډیو نړیواله ورځ ده؛ ګڼ افغانان لا هم معلومات او خبرونه له راډیو اوري

د ازادي راډیو یو اوریدونکی
د ازادي راډیو یو اوریدونکی

نن د فبروري ۱۳ مه، د راډیو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونېز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا په ۲۰۱۱ کال کې نومول شوې ده.

د ګڼو افغانانو لپاره راډیو لا هم د خبرونو او معلوماتو اساسي سرچینه ده.

افغانستان کې لا هم ۲۰۰ راډیوګانې فعالیت کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونې راډیوګانې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي.

متقي: له تاجکستان سره خورا ښه اړیکي غواړو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د دوی حکومت له تاجکستان سره پراخو او ښو اړیکو ته ژمن دی.

امیرخان متقي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفې سره د کتنې پرمهال وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې د تاجکستان سفیر ښاغلي شریفي وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله د یوشمیر اقتصادي پروژو د پلي کیدو پروګرامونه لري او غواړي چې اقتصادي اړیکي پراخ شي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو اړیکي له ترکمنستان او ازبکستان سره ښې دي او له تاجکستان سره هغسې نه دي، ځکه چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، له تاجکستان سره پر پوله څو ځله وسله والې نښتې شوې دي چې وروستۍ یوه یې دوې اونۍ مخکې وشوه چې په ترڅ کې یې د تاجکستان د چارواکو په وینا درې افغانان چې قاچاق یې لیږداوه ووژل شول.

د کابل-بګرام د سړک د پروژې چارې پیل شوې

بګرام هوایي ډګر ته نژدې پخوانۍ لار- ارشیف
بګرام هوایي ډګر ته نژدې پخوانۍ لار- ارشیف

د کابل- بګرام د سړک د یوې برخې د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه.

د دې سړک اوږدوالی شپږ اعشاریه دوه کیلومتره دی، عرض یې پنځوس متره دی چې له نوي کابل څخه د بګرام په لور غځیدلی دی.

د طالبانو د چارواکو په وینا پر دې پروژې به څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG