د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ګاونډي هېوادنه دې د هند په څېر افغانستان سره نیکې اړیکې وپالي


د افغانستان ولسي جرګې د سلما د برېښنا بند د هېواد د ښېرازۍ، کرنیزې پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم وباله.

د ولسې جرګې غړو د سلما بند د افغانستان او هندوستان ترمنیځ د دوستۍ او ښو اړیکو بېلګه وګڼله.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د هندوستان په څېر دې له افغانستان سره، د ګاونډیتوب نیکي اړیکي وپالي.

د دې جرګې غړیو د شنبې په ورځ وویل، د تېرو څو لسیزو جګړو د هېواد ټولې اقتصادي، سیاسي او فرهنګې برخې زیانمنې کړي دي، خو ګاوڼدي هېوادونه کولی شي چې د دې وضعیت په پاې ته رسولو کې، له افغانستان سره مرستې وکړي.

هند تل په ډېرو سختو ورځو کې د افغانانو ترڅنګ درېدلی
هند تل په ډېرو سختو ورځو کې د افغانانو ترڅنګ درېدلی

​هغه زیاته کړه:

"هند تل په ډېرو سختو ورځو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېدلی او ټول امکانات يې د افغانانو د سوکالۍ لپاره لګولي دي، خو پاکستان د اسلام ترنامه لاندې موږ ته هره ورځ تروریستان رالېږي."

د ولسي جرګې غړو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په ټینګښت او اقتصادي پراختیا کې دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي او د ګډ تاریخ، ګډ دود و د ستور او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره دې، د ګاونډیتوب اصول وپالي.

دوی تاکید وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نیکې اړیکي او ښه ګاونډیتوب د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو په ګټه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سلما د برېښنا بند د شنبې په ورځ د جمهور رئیس اشرف غني او د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

د دې بند د جوړولو چارې له ۴۰ کلونو راهیسې د ناامنیو له امله ځنډېدلې وې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي هم د سلما د بند پرانیستل د هېواد او په تېره د هرات ولایت د اقتصادي پراختیا لپاره مهم وبلل.

سلما بند پروژه د هرات ولایت د ابادېدو لپاره یوه مهمه پروژه ده
سلما بند پروژه د هرات ولایت د ابادېدو لپاره یوه مهمه پروژه ده

هغه زیاته کړه:

"د سلما بند پروژه د هرات ولایت د ابادېدو لپاره یوه مهمه پروژه ده، په دې اړه موږ له پخوا راهیسې څرګندونې او وړاندیزونه او تاکید کړی و، له نیکه مرغه چې دغه پروژه د هندوستان د هېواد په مرسته بشپړه شوه."

د سلما د برېښنا بند د پرانستو لپاره جمهور رئیس غني له کابله او نرېندرا مودي له هندوستانه هرات ولایت ته ورغلل.

د دې بند پرانیستل د هرات ښاریانو، قومي مشران او د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو او د امنیتي ځواکونو منسوبینو په مېلو، سرودونو او د خوښیو په غونډو سره ولمانځل.

دوی له حکومته غوښتل چې ورته بندونه دې د هېواد په نورو سیمو کې هم جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG