د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د کابل په لوېدیځه څنډه کې انتحاري حملې ۱۰تنه وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې انتحاري حملې لس تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې حمله د باغ داود په سیمه کې د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د مامورینو پر موټر شوې ده.

د ازادي راډيو خبریال د پېښې سیمې ته روان شوي او وروسته به له تاسو سره نوي معلومات شریک کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې د دې حملې مسولیت منلی.

د تیرې جمعې په ورځ بیا د کابل د اتمې حوزې اړوند د قلعه چې په سیمه کې نا معلومه وسله والو یو متقاعد قاضي په ډزو وواژه.

دی وايي، دا حمله د ۶تنو زنداني وسله والو طالبانو د اعدام په غبرګون کې ترسره شوې او ادعا کوي چې په دې حمله کې ۲۲تنه قاضیان او څارنوالان چې میدان وردګو ته روان وو وژل شوياو ټپیان شوي دي.

کله چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې حکومت شپږ تنه وسله وال طالبان اعدام کړل، طالبانو ګواښ وکړ چې په غبرګون کې به یې حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه د عدلي او قضایي ارګانونو مامورین په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG