د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د ثور د کودتا ترخه یادونه لاهم د افغانانو په ذهنونو کې ژوندي دي


په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریزکال د ثور د کودتا پلویان او مخالفان د دې پېښې په اړه مختلف نظریات لري.

ملاتړي یې وايي چې د ثور د کودتا په نتیجه کې رامنځته شوي حکومت، تصمیم درلود چې د خلکو او هېواد په ګټه کار وکړي.

خو مخالفین يې وايي، د ثور د کودتا له پیلېدو سره سم د خلکو ورځ بده شوه او ښې پایلې یې نه درلودې.

عام خلک وايي، په ذهنونو کې يې اوس هم د هغې کودتا ترخې خاطرې ژوندۍ دي.

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې نېټې له کودتا څخه، ۳۸ کاله تیریږي خو خاطرې یې اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې پاتې دي.

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې نېټې له کودتا څخه، ۳۸ کاله تیریږي خو خاطرې یې اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې پاتې دي.
په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې نېټې له کودتا څخه، ۳۸ کاله تیریږي خو خاطرې یې اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې پاتې دي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی یاسین همدرد وايي، په هېواد کې د روانو ناامنیو یوازیني لامل د ثور کودتا ده.

دی وايي:

"اوس چې په هېواد کې کوم ناورین روان دی، علت یې د ثور کودتا ده، که دا کودتا نه وای شوې هېواد به مو د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ولاړ وای.نن مو په هېواد کې سوله اوثبات نشته."

همدارنګه د سباوون په نامه یو بل افغان وايي، د ثور د کودتا په نتیجه کې ګڼ شمېر افغانان ووژل شول او په هېواد کې د بهرنیو قووتونو لاسوهنو ته زمینې برابرې شوې:

"هېواد چې څومره ناامنه دی او په کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنو ته زمینې برابرې شوي، علت یې د ثور کودتا ده، په لسګونو زره هېوادوال مو په کې ووژل شول او اوس هم هره ورځ په لسګونو خلک وژل کیږي، د دې لامل جنګ دی او دغه ناخواله د ثورد کودتا راهیسې روانه ده. دا کودتا زموږ د هېواد د وروسته پاتې والي لامل شوه او ګڼ هېوادوالو مو کډوال شول."

که څه هم د افغانستان عام خلک، مجاهدین او ځیني سیاستوال وايي، په هېواد کې د روانو جنګونو او ناامنیو لامل د ثور کودتا ده، خو د دې ورځې ملاتړي يې وايي چې د ثور کودتا، د هېواد د پرمختګ لپاره یوه ښه پيلامه وه او ګټور پروګرامونه یې لرل.

شهنواز تڼی چې د شوروي پلوه حکومت په دوران کې د مختلفو مهمو پوځي پوستونو مسوول او ان د دفاع وزیر پاتې شوی وايي چې د ثور د اوومې د کودتا په نتیجه کې د رامنځته شوي حکومت هدف دا و چې په هېواد کې اصلاحات رامنځته او د خلکو ژوند ښه شي.

شهنواز تڼی
شهنواز تڼی

ښاغلي تڼي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دولت د مترقي افغانستان او انقلابي اصلاحاتو اعلان وکړ، نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې د مترقي خلکو د هیلو سبب شو. دا بدلون د ښه مقصد لپاره و، خو کورنیو او بهرنیو مخالفینو یې مخه ونیوله او پر ضد يې جګړه پیل کړه.بله دا چې ګوند په داخل کې ځیني غلطۍ وکړې او شوروي بې ځایه مداخله وکړه چې بلاخره دغه بدلون، له ماتې سره مخ شو."

ښاغلي تڼي دا هم وویل، په نظام کې دننه ځیني ستونزې او پر هېواد د شوروي پوځونو یرغل، د وخت د حکومت د کمزورۍ او ماتې سبب شو.

په دې هېواد کې د خپرو شوېو اسنادو له مخې، له ننه ۳۸ کاله دمخه، د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه د پنجشنبې په ورځ، د جمهور ريیس محمد داوود پرضد کودتا وشوه چې د کودتا د بریالیتوب او په کې د محمد داوود د وژل کېدو خبر، د وخت د دولتي راډیو تلویزیون له لارې خپور شو.

دې خبر د کمونیستې حکومت پلویان او د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند غړي خوښ کړل خو د دې هېواد تاریخ یې بدل او د خلکو له غبرګون سره مخ شول.

پخوانی جهادي مشر محمد امین وقاد وايي، د ثور کودتا د وخت د شوروي حکومت په مرسته د خلق ډیموکراټیک ګوند او د "کې.جي.بي" د روزل شوېو له خوا، د محمد داوود د قانوني حکومت پر ضد ترسره شوه.

پخوانی جهادي مشر محمد امین وقاد
پخوانی جهادي مشر محمد امین وقاد

ښاغلي وقاد ازادي رادیو ته وویل، په دې کودتا کې محمد داوود او د هغه د کورنۍ غړي ووژل شول او د هېواد نظام بدل شو.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"نوې کودتا ټول قوانین او سیاسي تعاملات چې د نظامونو په بدلون کې مراعات کیږي، له منځه یوړل، په افغانستان کې چې اوسنی وضعیت روان او ۳۸ کاله یې تیریږي، علت یې هماغه د ثور کودتا ده چې ناخوالې یې په مختلفو اشکالو تر اوسه دوام لري."

ښاغلی وقاد دا هم وايي چې په هېواد کې د کمونیستي حکومت په ۱۴ کلنه دوره کې شاوخوا یو نیم میلیون ملکي خلک ووژل شول او څه باندې پنځه میلیونه د هېواد پریښودلو ته اړ شول.

د ده په خبره د هېواد په اکثرو سیمو کې خلک د حکومت پر ضد راپورته او مجاهدینو خپلو لیکي پیاوړې کړې.

سربېره پر دې د قومونو د یووالي د شورا رییس غازي نواز تڼی هم تاییدوي چې د ثور د اوومې کودتا د خلکو په ګټه نه وه، د همدې له امله یې پرضد د خلکو لیکې پیاوړې شوې.

ښاغلي تڼي زیاته کړه:

"په هرات، پکتیا او کابل کې خلکو مقاومت وکړ، په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې مخورو خلکو لکه عبدالحق، حزب اسلامي او حقاني مقاومت وکړ دا مقاومت بالاخره افغانستان شموله شو."

د ثور له کودتا یو کال وروسته د ۱۳۵۸ د جدي په ۶ شوروي پوځونو پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان د خلکو د سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې په۱۳۶۷کال کې له افغانستان څخه ووتل.

په دې هېواد کې کمونیستي حکومت ۱۴ کاله دوام وکړ.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG