د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

پر افغانستان د طالبانو زر ورځنۍ واکمني؛ خلک: «فقر او د دوی فشارونه دواړه زیات شوي»


کندهار کې یو شمېر طالبان؛ هغه ځای چې د دوی د قدرت اصلي هسته ګڼل کیږي
کندهار کې یو شمېر طالبان؛ هغه ځای چې د دوی د قدرت اصلي هسته ګڼل کیږي

زر ورځې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې

عام خلک یې په اړه څه نظر لري؟

د ننګرهار او پلازمېنې کابل دوه تنه اوسېدونکي چې نه غواړي نومونه یې راپور کې واخیستل شي:

"د طالبانو نظام کې هم همدا غریب کار یم او تېر نظام کې هم همدا غریب کار وم، ارامي راغلې ده، خو که کار او روزګار ښه شي، هر سړی خپلو خولو کې ډوی دی."

"طالبانو په خپلو وعدو وفا ونه کړه، د نجونو ښوونځی یې وتړل، پوهنتونه یې وتړل، د کار بندیزونه یې پرې ولګول، فقر په افغانستان کې زیات شوی دی. "

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه د ولایتونو تر سقوط ورسته کابل ته ننوتل او د محمد اشرف غني په مشري جمهوري نظام او د جهوریت شل کلنه دوره چې د امریکا په شمول د نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمن و سقوط کړ، خو د زرو ورځو په تېرېدلو سره د دوی حکومت په درې مهمو سیاست، امنیت او اقتصاد او یو شمېر نورو برخو کې څه لاسته راوړنې او ستونزې درلودې؟

سیاست:

په سیاسي ډګر کې څه هم په یو شمېر نړیوالو غونډو کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکړل شوه او ځینو هېوادونو یې د تعامل په نوم استازي په سفارتونو او قونسګریو کې ومنل، خو تر اوسه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سیاسي کارپوه، شاه محمود میاخېل
سیاسي کارپوه، شاه محمود میاخېل

د سیاسي چارو پوه او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت مشر شاه محمود میاخېل همدې ټکي او یو بل د ده په خبره مهم مورد ته اشاره کوي:

"دوی ونه شول کولای چې په دغو زرو ورځو کې یو اساسي قانون جوړ کړي او یا لا اقل یو هیئت ورته موظف کړي چې اساسي قانون به څرنګه جوړېږي نو دا یې لویه برخه ناکامۍ دي، دوهمه برخه دا ده چې دوی تر اوسه د دنیا هیڅ هېواد د یوه مستقل حکومت په شکل باندې ونه پېژندل."

نړیوالې ټولنې ټول ګډونه حکومت، ترهګرۍ سره مبارزه، بشري او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ورکول د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرطونه بللي دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ښځې او نجونې له شپږم ټولګی پورته زده کړو نه محرومې شوې
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ښځې او نجونې له شپږم ټولګی پورته زده کړو نه محرومې شوې

طالبانو له شپږم ټولګي تر پوهنتونونو نجونې له ښوونځیو منع کړي او ډېرو دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې یې کار ته هم نه پرېږدي خو دوی ادعا کوي چې حکومت یې ټول ګډونه دی او د ښځو حقونه یې هم د شریعت په چوکات کې ورکړي؛ هغه ادعا چې په کوردننه افغان مېرمنو او هم نړیوالو ته د منلو نه ده.

افغان ښځینه فعالین او هم یو شمېر نړیوال سازمانونه پر افغان ښځو د طالبانو دا بندیزونه جنسیتي اپارتید ګڼي او د رسمیت پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت:

که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د سرتاسري امنیت د ټېنګېدو ادعا کوي، خو د امنیتي چارو پوه محمد اسحاق اتمر وايي، سره له دې چې په دغه هېواد کې جګړه ختمه شوې، هغه امنیت چې د ده په ټکو خلکو یې هیله درلوده تر اوسه رامنځه شوی نه دی:

" هدفي وژنې شته، خود سرانه شکنجه، بندي کول او حتی وژنه شته، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو منظم راپورونه دا ښيي چې هغه مصونیت چې افغانانو یې هیله درلوده تر اوسه رامنځته شوی نه دی."

امنیتي کارپوه، اسحق اتمر
امنیتي کارپوه، اسحق اتمر

مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما په ګډون د ځینو ادارو له‌خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو، وژلو او ورکېدو ادعاوې شوې وې، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تل دا ادعاوې رد کړې دي.

د امنیتي چارو پوه محمد اسحاق اتمر په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون او ګواښونه یې هم جدي ګني، خو طالبانو مخکې د دې ادعاوو په رد سره ویلي، په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ (یو اس ای پي) بیا د غويي په شلمه نېټه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، امریکا باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ترهګرو لپاره فضا محدوده کړي.

د یادونې ده، چې د اسلامي دولت ډلې ( داعش ) خراسان څانګې په افغانستان کې وخت په وخت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، خو د طالبان حکومت ادعا کوي چې دا ډله یې هم ځپلې ده.

اقتصاد:

د اقتصاد په برخه کې سره له دې چې د طالبانو حکومت د لاسته راوړنو ادعا لري او وخت په وخت یې تر کنترول لاندې رسنیو کې په دې اړه د چارواکو په حواله خبرونه او راپورونه خپاره شوي خو د اقتصادي چارو شنونکی او مخکې د ننکرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد بشیر دودیال یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"با وجود د دې چې له نوي تغیر څخه زر ورځې پوره کېږي او دا د اقتصاد له نظره یو فرصت و، ځکه چې جنګونه ودرېدل او د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې لپاره چانسونه، فرصتونه برابر شوو، خو دغه پروسه ډېره ورو روانه ده، امېد دی چې مونږ داسې یوه اداره ولرو چې په کې قوي اراده موجوده وي، د ژوند سطحې د ښه کولو لپاره او د اقتصاد د بهبود لپاره."

نړیوال بانک د غويي په درېیمه په یو راپور کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصادي تحرک په ټپه ولاړ و او ناخالص تولید یې هم ۲۶ سلنه کم شوی دی.

دې بانک زیاته کړې وه چې د افغانستان اقتصادي لیدلوری تیاره ښکاري او تر راتلونکي ۲۰۲۵ کال پورې د اقتصادي مخ پر ځوړتیا یا رکود خطر هم پر خپل ځای دی.

په راپور پکې راغلي و، دا اقتصادي رکود به فقر او بې‌روزګاري لا پسې زیاته کړي، کاري فرصتونه به کم شي او د خلکو ترمنځ به د خوراکي توکو نه خوندیتوب لا ژور شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال دا راپور نا سم بللی و.

څلور میاشتې مخګې بیا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا "يواین‌ډي‌پي" ویلي وو چې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په ټيټه لګښت ژوند کوي.

په دغه هېواد د خلکو اقتصادي ژوند ډېر خراب او په بشري مرستو ولاړ ښودل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) د غويي په ۱۹ نېټه په یوه راپور کې وویل چې افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلی هېواد دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي وو چې په روان کال کې د اټکل له مخې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا مخکې ادعا کړې، وضعیت دومره هم خرابه نه دی چې نړیوال یې تصویر وړاندې کوي.

هڅه مو وکړه د طالبانو د زر ورځې حکومت د لاسته راوړنه او د خلکو او د چارو د شنونکو له خوا د مطرح شویو ادعاوو او ستونزو په اړه په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره خبرې وکړو، خو نوموړي زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.

طالبانو په دې زر ورځو کې پر رسنیو او خبریالانو هم ګڼ محدودیتونه لګولي
طالبانو په دې زر ورځو کې پر رسنیو او خبریالانو هم ګڼ محدودیتونه لګولي

د یادونې ده چې په افغانستان کې د رسنیو سانسور، د بیان په ازادي محدودیت، اطلاعاتو ته نه لاس رسی او د خبریالانو نیول نورې هغه ستونزې دي چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو په تېرو زرو ورځو کې په وار وار ورته په خپلو راپورونو کې اشاره کړې خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د غويي په ۱۴ رسنیو ته په استولي پیغام کې خبریالانو ته د معلومات د ورکولو د دوی د امنیت او ورنه د ملاتړ په برخه کې د ژمنتیا ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې خبریالان دې هم، خپل فعالیتونه داسې ترسره کړي چې په ټکو یې د ټولنې د رواني امنیت او د عامه ذهنیت د جوړولو په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د طالبانو حکومت مخکې دا هم ویلي چې خبریالان د دوی د خبریالۍ د فعالیتونو اړوند نه دي نیول شوي، هغه ادعا چې ډېر ځله خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته د منلو نه وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG