د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

بند امیر ته د ښځو په تګ بندیز؛ یوه سازمان د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی


بند امیر. طالبانو تازه دغه سیمې ته د ښځو په تګ بندیز ولګاوه.
بند امیر. طالبانو تازه دغه سیمې ته د ښځو په تګ بندیز ولګاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان په افغان نجونو او ښځو د طالبانو نوي بندیز ته په اشارې د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت هغې پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی چې نجونې او ښځې یې 'بند امیر ملي پارک' ته له تلو منع کړي.

هغې تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه کې لیکلي: "طالبان چې له زده‌کړو، کار او سفر کولو د نجونو او ښځو په را ګرځولو نه‌دي قانع شوي، غواړي اوس پارکونه، لوبغالي او اوس طبیعت هم ترې واخلي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار

هیدر بار زیاتوي، ګام په ګام د ښځو پر وړاندې دېوالونه درېږي، هغه څه چې مېرمن بار یې په زندان د هر کور بدلېدل بولي.

له دې وړاندې هم بېلابېلو ادارو، د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او خپله افغانانو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت دا پرېکړه غندلې ده چې ویلي یې دي، د یوې کړنلارې تر چمتو کولو به 'بند امیر ملي پارک' ته د ښځو د تګ مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې غبرګونونو په اړه کوم نوی دریځ نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې خپلو دا ډول پرېکړو ته د شرعي کړنلارو نوم ورکړی، هغه چې خپله یو شمېر دیني عالمانو له دې ډلې د 'اسلامي همکاریو سازمان' او د 'اسلامي نړۍ ټولنې' په نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه له اسلام سره په ټکر کې بللي.

هاخوا په بند امیر ملي پارک کې یو شمېر هټیوالې ښځې وايي، دا پرېکړه به د دوی کار روزګار چې لا له وړاندې ځپل شوی، نور هم خراب کړي.

بند امیر یوه څنډه
بند امیر یوه څنډه

له دوی یوې هټیوالې چې د امنیتي خوندیتوب په هدف نه غواړي نوم او غږ یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بند امیر پارک ته د ښځو راتګ کم شوی و چې له امله یې د دوی کار روزګار هم خراب شوی، خو دا پرېکړه به د دوی کوچنۍ سوداګري د بندېدو له ګواښ سره مخ کړي.

د بامیانو اوسېدونکې زهرا قمبري بیا وايي، بند امیر ملي پارک ته د نجونو او ښځو په تلو بندیز په دې ولایت کې په ډېرو نجونو او ښځو له رواني پلوه بده اغېزه کړې ده.

قمبري وویل: "دا یو ډېر زشت، له منطقه لېرې او غیر انساني عمل دی. طالبانو تېرو دوو کلونو کې ښځې له فرهنګي، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو لېرې کړې او که ووایم نیمه ټولنه یې بیخي له ټولنې حذف کړې. وړاندې یې د ښځو پارکونه نارینه‌وو ته بېل کړل، اوس یې بیخي بند امیر ته هم له راتګ منعه کړې."

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې په افغان نجونو او ښځو خورا سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې له امله یې افغان نجونې او ښځې د دوی دا پلا واکمني هم د تېرې دورې په څېر تیاره بولي.

XS
SM
MD
LG